د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په افغانستان کې سندره خاموشه شوې"


افغان رباب - د حبیببار هنر

پر افغانستان د طالبانو تر قبضې وروسته د دې هېواد د موسیقۍ ملي انسټيټيوټ مشر خپل روزنيز مرکز تړلی دی.

دا ګام د هغو اندېښنو له مخې اخيستل شوی چې ګواکې طالبان به پر افغانستان د ۹۰مې کلونو د واکمنۍ په څېر په دې هېواد کې پر موسيقۍ بنديز ولګوي.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه نېټه کابل قبضه کړی وو او افغان ولسمر اشرف غني هېواد پرې اېښی وو چې دا وخت په متحده عرب اماراتو کې دی.

يو شمېر افغان موسیقاران او د دولتي راډیو او ټېلېوېژن چارواکي اندېښمن دي چې ښايي طالبان یې د موسیقۍ او نورو ښکلیو هنرونو خپراوي ته پرې نه ږدي.

د موسیقۍ ملي انسټيټيوټ بنسټګر ډاکټر احمد سرمست وايي، د دوی د ۳۵۰ زده کوونکو ترڅنګ د هر يو افغان سندرغاړي او موسيقار ژوند دا مهال له خطر سره مخامخ دی.

نوموړي د اګست پر ۲۲مه له اسټراليا مشال راډيو ته وويل، کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره سم یې خپل مرکز وتاړه.

د ده په خبره، د طالبانو د واکمنۍ پخواني دور او هغه چلند چې طالبان یې دا مهال د کابل او ولايتي مرکزونو په لارو کوڅو کې د عامو خلکو پر وړاندې کوي، ته په کتو دی تمه نه کوي چې افغانانو ته به د موسيقۍ غږولو، ان د هغې د اورېدو اجازه هم وي.

"زموږ په ياد دي چې طالبانو په خپلې پخوانۍ حکومتي دوره کې د افغانستان د کلتوري اثاثې په بشپړه توګه د له منځه وړلو پاليسي خپله کړې وه. د هغې تجربې په بنياد او اوسني حالت ته په کتو چې د طالبانو جنګياليو د کابل او نورو ولايتونو په لارو کوڅو کې له عامو خلکو سره کوم چلن کوي، موږ ويلای شو چې طالبان به دا ځل هم په افغانستان کې د موسيقۍ مخه نيسي. ما وار له مخه په کابل کې د طالبانو په لاس د هنرمندانو د ځورونو رپورټونه ترلاسه کړي دي."

طالبان به دا ځل هم په افغانستان کې د موسيقۍ مخه نيسي.
ډاکټر احمد سرمست

نوموړي زياته کړه له همدې امله يې په کابل کې خپل روزنير مرکز تړلی دی او فکر نه کوي چې په نېږدې راتلونکي کې به يې بېرته پرانېزي. البته ده وويل چې يوازې به يې په هغه صورت کې بېرته خلاص کړي چې کله یې د زده کوونکو د امنيت ساتنې ډاډ ورکړل شي.

طالبان له ۱۹۹۶ز څخه تر ۲۰۰۱ز کال پورې پر افغانستان واکمن ول او هغه مهال یې پر موسیقۍ، فلم، تیېټر، ډرامو او نورو ښکلیو هنرونو بندیز لګولی وو.

خو په ۲۰۰۱ز کال کې چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په هغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد جګړه پیل کړه او هلته یې نوی حکومت جوړ کړ نو پر هنرونو بندیزونه لیرې شول. په کابل کې د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ په ۲۰۱۰ز کال کې جوړ شوی وو. د ډاکټر احمد سرمست په خبره، په هغه مرکز کې د موسيقۍ د زده کوونکو شمېر دا مهال ۳۵۰ دی چې دريېمه برخه يې نجونې دي.

د نوموړي په وينا، د دوی له روزنيز مرکزه فارغ يو شمېر ځوانان توانېدلي چې خپلې زده کړې د امريکا او اروپا د موسيقۍ په معتبرو کالجونو کې پرمخ يوسي.

دا تصویرد۱۹۹۶ کال دی چې طالبانو پکې د خپل حکومت پر مهال د ټېپ کېسټې ويجاړې کړې دي
دا تصویرد۱۹۹۶ کال دی چې طالبانو پکې د خپل حکومت پر مهال د ټېپ کېسټې ويجاړې کړې دي

د ډاکټر سرمست د مرکز د شاګردانو ترڅنګ هر هغه افغان سندرغاړی او يا هم ساز غږوونکی چې مشال راډيو ورسره په تېرو څو ورځو کې خبرې کړي، په وېره او له افغانستانه د وتلو په هڅه کې دی. له دوی څخه اکثرو يې نه غوښتل چې د دې رپورټ لپاره له مشال راډيو سره خبرو ته حاضر شي.

البته يو کابل مېشتي رباب غږوونکي د اګست پر ۲۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دی او ملګري هنرمندان يې د سختې وېرې په حالت کې دي.

ده هيله وښوده چې د طالبانو په مشرۍ د کابل نوی جوړېدونکی حکومت به د موسيقۍ او نورو ښکليو هنرونو اړوند خپله تګلاره ژر اعلان کړي.

'ما ته يو شمېر هنرمندان معلوم دي چې په تېره يوه اوونۍ کې يې د خپلو کورونو سامانونو خرڅ کړل. دا ځکه چې هغوی له هنر پرته بل روزګار نه لري. د هغوی لپاره کوم بل هېواد ته د تګ لارې هم بندې دي. د افغانستان هنرمندان دا وخت په سخته وېره او مشکل حالت کې دي. دوی ته خپل راتلونکی هېڅ معلوم نه دی. له طالبانو مو هيله ده چې لږ تر لږه د هنر په اړه خپله پالېسي روښانه کړي چې هنرمندان د خپل ژوند تصميم ونيسي.'

په اوسنيو شرايطو کې د ټولو افرادو ژوند، په ځانګړې توګه د هنرمندانو او د هنري تاسيساتو او بنسټونو د ساتنې لپاره بايد اقدام وشي.
غفور ليوال

د افغانستان د ملي راډيو او ټېلېوېژن يو چارواکي د اګست پر ۲۰مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل، د دې ادارې لپاره د طالبانو نوي مشر د ټېلېوېژن کارمندانو ته په يوه غير رسمي ليدنه کې ويلي چې نور به موسيقي نه خپروي.

خو د هغې ادارې يو بل پخواني چاوراکي چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي د اګست پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې طالبانو د موسيقۍ خپرولو او يا هم نه خپرولو په اړه لا هم رسماً څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې فعالو شخصي ټېلېوېژن چينلونو خپلې خپرونې جاري ساتلي چې بهرنۍ او کورنۍ ډرامو او هم موسيقۍ ته پکې ځای ورکول کېږي.

بل خوا په جلال اباد کې د ختيځو ولايتونو د هنرمندانو په استازيتوب يو موسيقار چې دی هم د خپل نوم او غږ خپرولو ته حاضر نه شو، د اګست پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې دوی په ټولنه کې ۴۷۰ راجسټر غړي لري او د موسيقۍ کولو يا نه کولو په اړه د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د نوي مشر پرېکړې ته انتظار باسي.

نوموړي زیاته کړه چې پخوا یې هم له موسيقۍ سره د غير اخلاقي شعرونو ويلو او سندرو ته د نڅا ويډيوګانو په څېر کارونو مخالفت کړی او دا چې له طالبانو هيله لري چې د اصيلې پښتو او افغاني موسيقۍ له غږولو به یې منع نه کړي.

مشال راډيو هڅه وکړه چې د نومياليو کابل مېشتو دري ژبو نارينه او هم ښځينه سندرغاړو، چې په وروستيو کې له هېواده وتلي د افغانستان د نويو تحولاتو په اړه نظرونه معلوم کړي خو بريالۍ نشوه. په دې لړ کې د دې کسانو پر واټس ايپ او فېسبوک اکاونټونو پيغامونه ورته پرېښودل شو خو هغوي ځواب را نه کړ.

البته په پېښور کې نوميالۍ سندرغاړې شکيله ناز د اګست پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې طالبان بايد د نړۍ په يو شمېر اسلامي هېوادونو کې د موسيقۍ او فلم برخو کارونو ته په کتو په افغانستان کې د هنر مخه ډب نه کړي.

"موږ د سعودي عرب او يو شمېر نورو اسلامي ملکونو مثالونه لرو چرته چې موسيقي، فلم، ډرامه، دا هر څه شته. له هنر پرته انساني ژوند نيمګړی دی. زما خواهش دی چې په افغانستان کې هم د هنر او هنرمندانو پر وړاندې ستونزې جوړې نشي. زموږ د سيمې هنرمندان وار له مخه جنګونو، سختدريځۍ او په وروستيو کې کورونا وبا زښته ډېر ځپلي دي."

نوميالی افغان شاعر، ليکوال او شنونکی عبدالغفور لېوال، چې د اشرف غني په حکومت کې يې اول د وزير او وروسته د سفير په توګه دندې ترسره کړي، وايي هغه ټولنه چې هنر ته پکې ارزښت نه ورکول کېږي، مړه ټولنه وي. د نوموړي په خبره، د حکومت له اساسي ذمه واريو يوه د ښکليو هنرونو ساتنه او پالنه ده.

​"هنر په ټولنه کې ځانګړی ارزښت لري او د ټولنې له اساسي ضرورتونو ګڼل کېږي. هنرمندان د يوې ټولنې عاطفي او بې ضرره وګړي دي. په سياسي پرېکړو کې هېڅ ډول دخل نه لري. دوی د ساتنې وړ افراد دي. په اوسنيو شرايطو کې د ټولو افرادو ژوند، په ځانګړې توګه د هنرمندانو ژوند او د هنري تاسيساتو او بنسټونو د ساتنې لپاره بايد اقدام وشي."

ډاکټر احمد سرمست د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ مرکز بنسټګر او مشر دی.
ډاکټر احمد سرمست د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ مرکز بنسټګر او مشر دی.

په افغانستان کې د موسیقۍ او نورو ښکلیو هنرونو د راتلونکې په اړه مو په قطر او هم کابل کې د طالبانو له ویاندانو سره رابطې وکړې او پر وټس ایپ مو ورته پیغامونه واستول خو د هغوی د دریځ په معلومولو کې بریالي نه شو.

البته د دې ډلې يو وياند ذبيح الله مجاهد د اګست پر ۱۷مه په کابل کې په خپل لومړني رسمي پريس کنفرانس کې ويلي چې رسنيو ته به اجازه وي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي خو البته هغه د موسيقۍ او ښکليو هنرونو په اړه مشخصه خبره ونکړه.

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انستيټيوټ مشر ډاکټر احمد سرمست له مشال راډيو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او ماشومانو د حقونو ترڅنګ د افغانانو کلتوري حقونو ته هم درناوی وکړي.

ده زياته کړه، طالبان باید دا خبره درک کړي چې د يوه قوم د ژوندي پاتې کېدو لپاره اړينه ده چې د هغه کلتور ژوندی او د پرمختګ پر لور رهي وي.

XS
SM
MD
LG