د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین د اسد خان اڅکزي تر فاتحې وروسته صوبه بدر


د پي ټي اېم مشر منظور پښتین د اسد خان اڅکزي کره د فاتحې لپاره ورغلی وو ، څنګ ته یې د هغه ورور امجد خان اڅکزي ناست دی. ۲۰۲۱، ۰۱ مارچ
د پي ټي اېم مشر منظور پښتین د اسد خان اڅکزي کره د فاتحې لپاره ورغلی وو ، څنګ ته یې د هغه ورور امجد خان اڅکزي ناست دی. ۲۰۲۱، ۰۱ مارچ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په چمن کې د اسد خان اڅکزي تر فاتحې وروسته له بلوچستان صوبې اېستل شوی دی.

دا درېیم ځل دی چې نوموړی له بلوچستان صوبې څخه اېستل کېږي، تر دې وړاندې لومړی د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ ارمان لوڼي په جنازه کې د ګډون لپاره کلاسیف الله ته تللی وو چې بیا واېستل شو او له هغه پس بیا په چمن کې د چمن-بولدک لارې بندېدو ضد احتجاج کې د ګډون لپاره تللی وو.

له منظور پښتین سره په دې سفر کې ملګري او د غورځنګ غړي بلال پښتون مشال راډیو ته وویل چې دوی له ډېره اسماعیل خان څخه د مارچ پر لومړۍ نېټه سهار اته بجې چمن ته ورسېدل.

ده وویل چې ځايي انتظامیې د فاتحې ځای ته ورپسې ورغلل او ورته ویل یې چې پر منظور پښتین بلوچستان ته پر ورتګ بندیز دی نو ځکه یې له صوبې باسي.

بلال پښتون وویل چې دوی د پولیسو او امنیتي چارواکو په بدرګه کې روان کړل شوي دي چې له صوبې و اېستل شي.

د بلوچستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتین او ځیني نورو غړو بلوچستان ته پر ننوتو بندیز لګولی دی.

خو هغوی پر دې سربېره نن (د مارچ لومړۍ) د عوامي نیشنل ګوند د وژل شوي مخکښ اسد خان اڅکزي فاتحې ته په چمن کې د هغه کور ته ورغلي وو.

د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان وياند اسد خان اڅکزي مړی د فېبرورۍ پر ۲۷مه وموندل شو او په خپل پلرني ټاټوبي چمن کې د اتوار په ورځ (۲۸م فېبرورۍ) خاورو ته وسپارل شو.

د اسد خان اڅکزي په جنازه کې ګڼو خلکو ګډون وکړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00

نوموړی د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر مياشت کې له کچلاک سره نيږدې تښتول شوی و.

د اې اېن پي بلوچستان مشرانو د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د کوټې د پوليسو لخوا ورته وويل شو چې ځېنې برمته ګر يې نيولي دي.

د دوی په وینا، هغوی اقرار کړی چې اسد خان يې څو ورځې وړاندې وژلی او مړی يې په نوسار سيمه کې په يوه کنده کې غورځولی دی.

د اې اېن پي بلوچستان صوبايي مشر اصفر خان د اسد خان اڅکزي په جنازه کې په خپله وینا کې وویل، پکار ده چې حکومتد اسد خان اڅکزي په وژنه کې ککړ خلک ولس ته ورښکاره کړي.

د بلوچستان وزیراعلا جام کمال د اسد خان اڅکزي پر وژل کېدو خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې د دې پېښې به له هره اړخه جاج اخلي او د هغه په وژنه کې ککړو کسانو ته به سزا ورکوي.

اسد خان اڅکزی د خپل ګوند (اې اېن أي) له مشر اسفندیار خان سره
اسد خان اڅکزی د خپل ګوند (اې اېن أي) له مشر اسفندیار خان سره

نوموړي‌ ویلي چې د اسد خان کورنۍ ته ډاډ ورکوي‌ چې د دې پېښې به نه یوازې پلټې کېږي بلکې هغوی ته به انصاف هم ورکول کېږي.

اسد خان اڅکزی د کلا عبدالله ضلعې د مرکز چمن اوسېدونکی او د عوامي نیشنل ګوند د صوبايي‌ مشر اصغر خان اڅکزي د تره زوي وو.

عوامي نیشنل ګوند د اسد خان اڅکزي او د ده په شان د برمته کړل شويو يوشمېر نورو کسانو د راخوشې کولو لپاره د فبرورۍ پر ۲۲مه په ټول پاکستان کې مظاهرې او احتجاجونه وکړل.

دوی د پاکستان له حکومت او امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې په زوره لادرکه کړل شوي ټول کسان دې راخوشي کړل شي يا دې عدالتونه ته وړاندې کړل شي.

په پاکستان کې په زوره د خلکو تری تم کولو تور زياتره وخت د پاکستان پر امنيتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي خو هغوی تل دا ډول تورونه رد کړې دي.

د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۴ مه په راولپنډۍ کې د بهرنيو رسنيو له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې د ورکو کسانو په اړه د حکومت تحقیقاتي کميشن د ۶،۰۰۰ کسانو نومونه ترلاسه کړي ول چې پکې د څلور زرو مقدمې حل شوې او د پاتې نورو هغو به ډېر ژر حل شي.

XS
SM
MD
LG