د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند يو مشر سیاستوال تښتول شوی


عبېدالله کاسي

د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمیټې غړی ملک عبیدالله کاسي د جون په ۲۶مه د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې تښتول شوی دی.

د دې ګوند د مشرانو او ځايي‌چارواکو په خبره کاسي خپل کور ته روان وو چې نامعلومو وسله والو د ځان سره بوت. د جون په ۲۷مه د دې ګوند صوبايي‌جنرل سيکريټري مابت کاکا مشال رېډيو ته وويل ملک کاسی د عثمان کاکړ په جنازه کې تر ګډون وروسته خپل کلي کتیر ته پر لارې تښتول شوی. تر پېښې وروسته د عوامي نېشنل ګوند غړو احتجاج وکړ او د کوټې – چمن ترمنځ سړک يې وتاړه. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې کاسي دې پېدا او خوشي کړي.

موږ د درې ورځو لپاره خپل احتجاج ځنډولی. حکومت وايي‌چې کاسي به پېدا او خوشې کړي
مابت کاکا

د کوټې ډپټي کمیشنر زیب باديني د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو سره په دې اړه خبرې کړي او د تښتونکو پر ضد یې د کاروايي ډاډ ورکړی دی. مابت کاکا مشال رېډيو ته وويل چې چارواکو ورته ويلي چې کاسي به مومي او راخوشي کوي به یې. هغه زیاته کړه: ((موږ له دې وجې د دريوو ورځو لپاره خپل احتجاج ځنډولی دی خو که هغه راخوشې نه شو نو بیا به سړکونو ته راوځو.))

بل لور ته د کچلاغ پولیسو دملک عبیدالله د اغوا په اړه د ناڅرګنده کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده خو تردم ګړۍ یې څوک نه دې نيولي. کومې وسله والې ډلې هم د هغه د تښتولو ذمه واري نه ده منلې.

د جون په ۲۷مه په کوټه کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او قومونو مشرانو يوه جرګه هم راغوښتل شوې. دوی پر دې خبره کوي چې د عبېدالله کاسي د خوشي کولو لپاره څه کېدلی شي او د حکومت په وړاندې څنګه خپله د امنيت مسله راپورته کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند مشران سیاستوال په نښه کېږي. د ۲۰۲۰ کال په سپتمر کې د بلوچستان لپاره د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو سيکريټري اسد خان اڅکزی له چمنه کوټې ته په غځېدلې لار تښتول شوی وو. پينځه مياشتې وروسته.د هغه مړی موندل شوی وو.

په ۲۰۱۳ کال کې د عوامي نیشنل ګوند پخوانی صوبايي صدر ارباب عبدالظاهر کاسي د کوټې له پټېل سړکه تښتول شوی وو. وروسته بیا هغه په پېښور کې وموندل شو خو تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا تښتولی وو او څنګه راخلاص شو.

XS
SM
MD
LG