د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني له بلینکېن سره د افغان سولې مذاکراتو پر ګړندي کولو غږېدلي


دواړو مشرانو په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو روانې حملې هم وغندلې چې د دوی په وينا انساني ژوند او بشري حقونو ته ډېر لږ درناوی کوي.
دواړو مشرانو په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو روانې حملې هم وغندلې چې د دوی په وينا انساني ژوند او بشري حقونو ته ډېر لږ درناوی کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر اېنټوني بلینکېن سره د افغان سولې مذاکراتو پر ګړندي کولو خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند نېډ پرایس د اګست پر درېمه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دواړو مشرانو د سولې مذاکراتو له لارې د يو داسې سياسي جوړجاړي پر لاس ته راوړلو ټينګار وکړ چې همه شموله وي، د ښځو او لږکيو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه پکې خوندې وي، او افغانانو ته د خپلې خوښې د مشر ټاکلو اجازه ورکړي.

دوی دا هم وويل چې د سولې د مذاکراتو په نتيجه کې بايد افغان خاوره د امريکا او د دې هېواد د اتحاديانو او شريکانو پر ضد د تهديد لپاره کارولو ته پرېنښودل شي.

بلينکېن له ولسمشر غني سره په خبرو کې له افغانستان سره د امریکا د پياوړي او پايدارې ژمنتيا عزم تکرار کړ.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن

دواړو مشرانو په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو روانې حملې هم وغندلې چې د دوی په وينا انساني ژوند او بشري حقونو ته ډېر لږ درناوی کوي.

دواړو مشرانو په راتلونکې کې هم له يو بل سره د نېږدې تماس ساتلو ژمنه وکړه.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست پر درېیمه نېټه په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او د جګړې پر مهال له بشري حقونو د سرغړونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، دواړه لوري هم د افغانستان حکومت او هم طالبان باید د یوه نوي حکومت د جوړېدو پر فورمول بحث وکړي.

خلیلزاد په دې اړه د اګست پر درېیمه له مشال راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه داسې وویل: "باید د شوروي له وتلو وروسته هغه تېروتنه د بیا ځل لپاره تکرار نه شي. هغه مهال هم د یوې سترې بریا یعنې د شوروي قواوو له وتلو وروسته، یوه ستره ناکامي یعنې کورنۍ جګړه د هغه ځای ناستې شوه. اوس هغه وخت رسېدلی چې یوه سیاسي هوکړه یې ځای خپل کړي او د ټولو د منلو وړ یو حکومت رامنځته شي."

خو خلیلزاد د نوي حکومت د جوړښت لپاره د دغه فورمول په اړه توضیحات ور نه کړل.

تر دې مخکې د اسوشیټېد پرېس خبري اژانس، د طالبانو د مذاکراتي تیم د یوه غړي سهیل شاهین له قوله راپور ورکړی و چې نوی حکومت باید د مذاکراتو له لارې رامنځته شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي وو چې شاهین په افغانستان کې له واکه د ولسمشر محمد اشرف غني د ګوښه کېدو غوښتنه کړې.

خو خلیلزاد یې په اړه وویل: "اول دې پر یوه فورمول هوکړه وشي، پر هغه تشکیل چې دا فورمول عملي کوي موافقه وشي. درېیم، پر کسانو دې بحث وشي چې چېرته وګمارل شي. د حل لاره، یو سیاسي فورمول، یو نوي حکومت او په هغه کې کسان، دا یو پکېج دی چې پرې هوکړه وشي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي مشال راډیو سره په مرکه کې همدا راز ګواښ وکړ، که افغانان یوه سیاسي جوړجاړي ته ونه رسېږي، د دې امکان شته چې هېواد به په یوه دایمي جګړه کې ښکېل شي.

د سیاسي چارو کارپوه او په کابل کې د خصوصي پوهنتون استاد علي امیري مشال راډیو ته وویل، د یوه مؤقت حکومت رامنځته کېدل کوم چې په کې ټول اختلافات حل کېدای شي، تقریباَ یو ثابت فورمول دی.

امیري زیاته کړه: ​"په دې خاطر ښاغلي خلیلزاد پر خپله فورمول باندې بحث نه دی کړی چې د حکومت جوړښت د توافق وړ نه دی. که هغه د سیاسي ډلو او له هغې ډلې د حکومت توافق د یوه مؤقت حکومت د رامنځته کېدو په اړه ترلاسه کړي، نو بیا یې فورمول واضح دی او هغه مهال کېدای شي چي پرې بحث وشي."

په همدې حال کې ولسمشر غني د اګست پر دویمه د افغانستان د ملي شورا ځانګړې غونډې ته په وینا کې وویل چې افغانستان دا مهال د "طالبانو او د هغوی د ملاتړو له بېساري یرغل" سره مخامخ دی، خو ډاډ یې ورکړ چې د هېڅ یوې "ورانکارې ډلې" مخې ته "نه په ګونډو" کېږي.

غني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په مې کې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو بهیر له پیل راهیسې په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی او افغان ځواکونه او طالبان له یو بل څخه د سیمو نیولو تر څنګ یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

ولسمشر وویل، طالب که سوله کوي د سولې پر مېز ورسره اوږه په اوږه کښېني که نه نو د جنګ په ډګر کې يې ګونډې ورماتوي.

ولسمشر اشرف غني د ملي شورا فوق‌ العاده غونډې ته د وينا پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست دویمې نېټې انځور.
ولسمشر اشرف غني د ملي شورا فوق‌ العاده غونډې ته د وينا پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست دویمې نېټې انځور.

غني وویل، ''موږ د سولې ټولې هڅې وکړې، نتيجه يې ور نه کړه اوس به موږ مجبور يو بله لار غوره کړو.''

وسله والو طالبانو د ولسمشر د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د سولې خبرو ته د ژمنتیا دریځ تکرار کړی.

افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وینا کې دا هم زیاته کړه چې دوی دې پایلې ته رسېدلي چې وسله وال طالبان پر تلپاتې او عادلانه سولې "هیڅ باور" نه لري او له هغه ډلې څخه یې وغوښتل چې د "واقعي مذاکراتو او جګړې" څخه یو غوره کړي.

ولسمشر غني په افغانستان کې پیدا شوی وضعیت له هغه هېواد څخه "په بیړه د امریکايي او نړیوالو پوځیانو" د وتلو پایله وبلله او په خبره یې نه چمتووالی د رهبرۍ سطحې په بېلا بېلو برخو کې کمزورتیا په هغه هېواد کې د ستونزو پیدا کېدو لامل شوه.

غني وویل، "موږ له یوه ښکاره تجاوز سره مخامخ یو چې مبنای فتنه او اسباب یې مکر او خدعه دي. دا تجاوز پر موږ تپل شوی دی، دا جګړه پر موږ تپل شوې ده، دا فتنه پر موږ تپل شوې ده، د خدای (ج) حکم دی کوم څوک چې تجاوز وکړي او لاس ورڅخه وانخلي، د هغه ډلې د شر او فتنې په مقابل کې جنګېدل د یوې مسلماني ټولنې وجیبه ده."

هغه د سولې په تړاو په خپله وینا کې هم یادونه وکړه او و یې ویل، "موږ ډېره نرمي وښوده او داسې ګامونه مو واخیستل چې د نړۍ په هېڅ کونج کې یې حکومت د پورته کولو جرات نه‌ لري، خو زموږ دښمن نه یوازې د سولې خوا ته ګام وانخیست، بلکې زموږ اخلاص او صداقت یې کمزوري وګڼله."

ولسمشر غني پر داسې وخت د ملي شورا فوق‌ العاده غونډه وربللې او ورته یې وینا کړې چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې جګړو زور اخیستی.

په وروستیو څو ورځو کې جګړې د هرات، کندهار، لښکرګاه او ځینو لویو ښارونو شاوخوا او دننه ځینو سیمو ته رسېدلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG