د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په کندهار کې لسګونه ولسي افغان وګړي وژلي: امریکا او بریتانیا


د کندهار سپین بولدک سیمه.
د کندهار سپین بولدک سیمه.

په یوه بیان کې چې په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو خپور کړی، ویل شوي دي چې طالبانو د غچ اخېستنې د حملو په ترڅ کې لسګونه ولسي افغان وګړي په ډله ییز ډول وژلي دي چې د بیان له مخې د دې ډلې له خوا په جنګي جرمونو کې شمېرل کېدای شي.

دا ګډ بیان د اګست پر دویمه په سپین بولدک کې د طالبانو له لوري د ولسي وګړو د ډله ییزې وژنې په اړه د افغانستان بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د وروستي راپور په تړاو خپور شوی دی.

په بیان کې راغلي چې په سپین بولدک کې د ملکي وګړو ډله ییزه وژنه باید وڅېړل شي او د طالبانو له هغو وسله والو او قوماندانانو سره چې دا جنایت یې کړی باید حساب کتاب وشي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له دې وروسته چې طالبانو پر سپین بولدک ولکه ټینګه کړه په دې سیمه کې د پېښو په اړه د خپلو پلټنو نتیجه د زمري په اتمه نېټه خپره کړه او طالبان یې د ملکي وګړو په وژنه تورن کړل.

دې کمېسیون په خپل راپور کې وویل چې طالبانو د چنګاښ په ۲۳مه د سپین بولدک د بندري ښار له نیولو وروسته د بشري حقونو اصولو ته له پاملرنې او ژمنې پرته پر ملکي وګړو انتقامي حملې وکړې او ویې وژل.

د راپورونو له مخې د سپین بولدک له سقوط وروسته طالب وسله والو شاوخوا ۴۰۰ تنه ملکي وګړي یا ونیول او یا یې ووژل.

راپور زیاتوي چې تر اوسه د ۴۰ وژل شوېو کسانو هویت تثبیت شوی خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ټینګار کوي چې د وژل شوېو کسانو اصلي شمېر تر دې څو ځلي زیات دی.

په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو په خپل پروني بیان کې ویلي، د طالبانو مشران باید د خپلو وسله والو له خوا د شوېو جنایتونو په اړه ځواب ووايي.

په بیان کې د طالبانو مشرانو ته خبرداری ورکړل شوی که خپل وسله وال نه شي اداره کولای نو په راتلونکي حکومت کې به هېڅ راز موقف ورنه کړل شي.

دواړو سفارتونو په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او د ملکي وګړو د سر او مال پر خونديتوب یې ټینګار کړی. همدا غوښتنه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو د څانګې رییس ذبیح الله فرهنګ د اګست پر دویمه ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا تکرار کړه.

فرهنګ زیاته کړه: "زموږ خواست او غوښتنه له طالبانو دا ده چې باید د بشرپالنې نړیوالو حقونو درناوی وکړي او د جګړې اصول او قواعد الزاماً باید مراعات شي. هیله من یو چې طالبان یې باید مراعات کړي او احترام ورته وکړي."

طالبان دا تورونه ردوي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا او بریتانیا د سفارتونو د اګست پر دویمه نېټه خپاره کړي بیان په اړه ازادي راډیو ته وویل:"په سپین بولدک کې داسې هېڅ پېښه نه لرو او نه ده شوې. دا خبره په تېرو څو ورځو کې موږ څو ځلي رد کړه او په یوه اعلامیه کې مو دا هم وویل چې که څوک، بشري بنسټونه، حقوقي ادارې او رسنۍ کوم تشویش لري سیمې ته د پلټنو لپاره راتلای شي. موږ یې حمایت کوو چې راشي."

د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل سره سم طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې حملو ته زور ورکړ او په دې ترڅ کې یې یو شمېر ولسوالۍ هم ونیولې.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ارقامو له مخې د ۱۴۰۰ کال له پیله د جګړو له کبله په ټول افغانستان کې ۴۲ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي چې ټول شمېر یې شااوخوا درې لکه کسانو ته رسېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG