د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي ضلعو کې تر ۳۰۰۰ زیات ښوونکي ګمارو: حکومت


په خیبر پښتونخوا کې د ضم شوو قبايلي ضلعو د استاذانو اتحاديې د حکومت لخوا د دې نوو ګمارنو د پريکړې هرکلی کړی دی. (انځور: د تیرا د یو سکول دی)
په خیبر پښتونخوا کې د ضم شوو قبايلي ضلعو د استاذانو اتحاديې د حکومت لخوا د دې نوو ګمارنو د پريکړې هرکلی کړی دی. (انځور: د تیرا د یو سکول دی)

د خيبر پښتونخوا د تعلیم محکمه وايي چې په ضم شوو قبايلي ضلعو کې به په راتلونکو درو میاشتو کې تر ۳۰۰۰ زیات نوي ښوونکي‌ ګماري.

د خيبر پښتونخوا د تعلیم د محکمې ډايريکټر جنرل حافظ محمد ابراهیم د نومبر پر ۲۱مه وويل چې د نارينه او ښځينه استاذانو د برتۍ اشتهار يې وار له مخه خپور کړی دی.

ده وویل، " ۱۶۳۰ نارينه او ۱۵۰۲ ښځينه استادانې به د ضم شوو قبايلي ضلعو لپاره اخلو او د صوبې په کچه به ۴۲۱ نارينه او ۲۰۶ ښځینه برتۍ کوو داسې په ټوله صوبه کې به ۳۷۵۹ استادان برتۍ کوو."

حافظ محمد ابراهیم وویل، تر کومه حده چې د دې برتۍ لپاره د تعليمي معیار خبره ده نو پر هغې به هیڅ سترګې نه پټېږي.

ده زیاته کړه، "مخکې موږ ويلي وو چې د لسم او دولسم صنفونو نه فارغ شوي کسان به هم اخلو خو اوس موږ دا تګلاره بدله کړه او په اشتهار کې د دې نوکريو لپاره په واضحه توګه تعليمي معیار څوارلسم پاس ليکلی شوی دی هغه ځکه چې زموږ د څيړنو له مخې یوازې لسم او دولسم ویوونکي د دې جوګه نه دي چې معیارې ښوونې وکړي."

نوموړي‌ وویل چې په نصاب کې د نوي تقاضو مطابق نوي نوي څيزونه شامليږي نو بیا هغه کسان دا قابلیت نه لري چې زده کړې وکړي.

حافظ محمد ابراهیم پرمخ وویل چې دوی دا یوه لاره ساتلې چې کومه ضلعه کې مطلوبه کسان نه وي نو تر ټولو نيږدې ضلعې سره تعلق لرونکي کسان به اخلي.

په خیبر پښتونخوا کې د ضم شوو قبايلي ضلعو د استاذانو اتحاديې د حکومت لخوا د دې نوو ګمارنو د پريکړې هرکلی کړی دی.

خو یادې اتحادیې ویلي چې په سیمه کې د خراب امنيت او په سکولونو کې د بنیادي سهولتونو د نشت والي له کبله استاذان د ښوونې عمل په معیاري توګه نه شي تر سره کولای.

د یادې اتحادیې ویاند اصف اپريدي د نومبر په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، " ضرورت د دې خبرې دی چې استاذ برتۍ شي لکه دوی چې وايي موږ يې د ايټا یا مقابلې د امتحان په زریعه برتي کوو دا ښه خبره ده."

اصف اپرېدي زیاته کړه چې حکومت د دې تر څنګ هلته د تعلیم په څانګه کې موجودې نورې مسلې هم هوارې کړي.

ده وویلو په پخوانۍ فاټا کې له کلونو راهسې له پرایمرۍ تر هايي سکولونو د استاذانو د نشت والي مسله مسلسل موجود ده.

د ده په خبره يوازې د مرکزی ښاري سیمو يو څو سکولونو کې خو سهولوتونه شته خو لرې پرتو سیمو کې سکولونه یا بند پراته دي او که بند نه وي نو یو یا دوه استاذان پکې ښوونه کوي.

د خيبر قبايلي ضلعې د دورې پرمهال د ابتدايي او ثانوي تعلیم صوبايي وزير شهرام خان ترکي د نومبر په ۱۹مه يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي چې د نوو استاذانو برتي کول د تعليمي معیار ښه کولو په موخه کوي.

نوموړي ویلي چې په سکولونو کې د بنیادي سهولتونو پوره کولو لپاره يې په اربونو روپۍ مختص کړې دي.

خو په خیبر پښتونخوا کې د اپوزېشن ګوندونه وايي د تحریک انصاف حکومت تش اعلانونه کوي‌ او په عملي‌ توګه یې هیڅ نه دي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د وفاقي تعليمي اکيډمۍ د ۲۰۱۹م کال د رپورټ له مخه په یادو سیمو کې د ۶۶٪ نجونو او ۷۴٪ هلکانو زده کونکو د سکولونو د پريښودو ترشا د نورو سهولوتونو د نشتت والي تر څنګ د استاذانو کمښت هم بنیادي وجه ده.

XS
SM
MD
LG