د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تېرو درو میاشتو مو تنخاګانې نشته: د مردان ښوونکې


دوی وایي، په سکولونو کې حاضري کوي او د سکول کار یې د پخوا غوندې روان دې خو تنخا ورته نه ورکړل کېږي. انځور - ارشیف
دوی وایي، په سکولونو کې حاضري کوي او د سکول کار یې د پخوا غوندې روان دې خو تنخا ورته نه ورکړل کېږي. انځور - ارشیف

د خیبر پښتونخوا د مردان ضلعې د پرایمري سکولونو ښوونکې وایي چې د تېر اپرېل میاشتې راهیسې یې معاشونه بند دي.

دوی وایي، په سکولونو کې حاضري کوي او د سکول کار یې د پخوا غوندې روان دی خو تنخا ورته نه ورکول کېږي.

په دغو کې یوه د مردان شایسته افضل هم ده. هغې د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، هغوی څو وارې د مردان ضلعې د تعلیم افسر دفتر ته تللې دي او په روانه میاشت کې یې دغلته خپل احتجاج هم رېکارډ کړی خو تنخاګانې ورته ورنه کړل شوې:

"لا یې تنخا نه ده راکړې، د ځینو څلورمه میاشت ده او زما دا درېیمه میاشت ده چې تنخا مې بنده ده. موږ روانه اوونۍ د ډي اي او دفتر ته هم لاړو ، هلته مو هغوی ته وویل چې زموږ ټول کاغذونه برابر دي او د چا چې نه وو پوره هغوی هم ورته ټول اسناد او کاغذونه پوره کړي خو موږ ته یې هېڅ ونه ویل."

د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی وو چې د لوی اختر په مناسبت به د جولای پر ۱۵مه د سرکاري سکولونو په ګډون د صوبې ټولو سرکاري ملازمینو ته تنخاګانې ورکوي.

د مردان ضلعې د پرایمري سکول یوه بله استاده اسیه نور وایي، د نورو ټولو سرکاري ملازمینو تنخاګانې راغلې خو د دوی هغه لا هم بندې دي:

"موږ ورته هر څه برابر کړي دي، پخوا به چې یو کال وشو نو استادان به یې مستقل کړل اوس زموږ دا درېیم کال دې او هېڅ نشته، او اوس خو یې راله تنخاګانې هم بندې کړې، موږ ټوله میاشت د خپلې تنخا په انتظار یو، ټول کارونه مو ورته بند پراته دي."

اسیه نور دا هم وایي چې په مردان ضلع کې د ښځینه ښوونکو لپاره د ډسټرکټ اېجوکېشن افسر چوکۍ له ډېرې مودې څخه خالي ده نو ځکه هم دوی د تنخاګانو، د تبادلو او ځینې نورې مسلې زر نه هوارېږي.


د مردان د پرایمري سکولونو استادانې ګیله کوي چې د سړو استادانو د تنخاګانو بندیدو مسله نشته او دا مسله یوازې د ښځينه استادانو ده. په دې اړه مو د جولای پر ۱۷مه د مردان د ډسټرکټ اېجوکېشن د دفتر له یو چارواکي راج محمد سره خبرې وکړې. نوموړي وویل، په دې اړه کار روان دی خو وخت به اخلي:

"د چا د کاغذونو د تصدیق له وجې تنخاګانې بندې شوې دي او د چا کاري موده نه ده غځیدلې، یعنې اېکسټېنشن یې نه دی شوی نو ځکه یې تنخاګانې بندې دي، موږ پر دې مسله خبر یو خو دا ټوله کاغذي کارروایي وخت اخلي."

موږ په دې اړه په نوښار او مومندو ضلعو کې هم د تعلیم محکمې له چارواکو سره خبرې وکړې هغوی راته وویل چې دلته د استادانو د تنخاګانو د بندیدو څه مسله نشته.

د مردان د پرایمري سکولونو استادانې وایي، دا یوازې د دوی مسله ده او زیاتوي د تعلیم ضلعې چارواکو ورته لومړی ویلي وو چې دوی ته به په جون میاشت کې تنخاګانې ورکړل شي خو اوس یې ورته د سېپټېمبر میاشت ښودلې ده. موږ په دې اړه د جولای پر ۱۷مه د صوبایي اسمبلۍ د اېلمنټري او سېکنډري تعلیم د سټېنډنګ کمېټۍ له مشر او د پاکستان تحریک انصاف د صوبایي اسمبلۍ له غړي پښتونیار خان نه وپوښل چې ولې دغه مسله تر اوسه پورې نه ده هوار شوې؟ نوموړي وویل:

"که په مردان کې د تعلیم ضلعې افسره نشته نو د هغې مرستیال شته، له هغه سره هم ټول اختیارات وي، په دې کې کله کله د کاغذونو د تصدیق مسله وي، ځکه چې حکومت د جعلي کاغذونو یا پر غېر قانوني لارو د برتي شوو کسانو د مخې نیولو لپاره داسې کوي، خو د دوی مسله ډېره جدي ده او باید چې تنخا یې بنده نه شي زه به د راروان ګل پر ورځ د تعلیم له سیکټري سره په دې اړه خبرې کوم، او ټولو استادانو ته ډاډ ورکوم چې دغه مسله به یې زر هواره شي."

بلخوا د مردان د پرایمري سکولونو استادانې وایي، که دغه مسله یې هواره نه کړل شوه نو په راروانه میاشت کې به د اسمبلۍ مخې ته احتجاج پیلوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG