د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ مخنيوي کمپاین پیل شوی


خیبر پښتونخوا کې د پولیو ضد څاڅکو ورکولو پينځه ورځنی کمپاین د اګست پر درېيمه پای ته رسېږي. انځور - ارشیف

د خيبر پښتونخوا د روغتيا څانګې چارواکي وايي، د جولای له ۳۰مې نېټې څخه د صوبې په ۱۸ ضلعو کې د ګوزڼ یا پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پیل شوی دی.

د پوليو صوبايي پروګرام مشر ډاکټر عبدالباسط د جولای پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې په پېښور، خيبر، چارسده، باجوړ، مومند، نوښار، کوهاټ، هنګو، بنو، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان، ټانک، اورکزی، کورمه، شمالي وزيرستان او جنوبي وزیرستان ضلعو کې به دا کمپاين روان وي.

بلخوا د پولیو ضد څاڅکي ورکوونکي څانګې ښځینه کارمندانو د سازمان صوبايي مشره المینه افتخار وايي چې پر امنیتي ستونزو سربېره دوی کور په کور ګرځي او ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي. د نوموړي په وينا د دوی په ذهنونو کې د امنیت اندیښنې هم وي، نو باید حکومت د دوی ټينګ امنیت باوري کړي.

بلخوا ډاکټر عبدالباسط وايي، دوی د هر ډول ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره د پولیسو اهلکارانو شمېر زيات کړی دی او شاوخوا ۲۷ زره پولیس اهلکاران يې د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکو ډلو د امنیت لپاره ګمارلي چې د پوځ غړي هم پکې شامل دي.

ټاکل شوې چې د اګست تر درېیمې نېټې په ترسره کېدونکي دې کمپاین کې به د خیبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې تر ۳۷ لکه زیاتو داسې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي چې عمرونه یې تر پينځو کلونو کم وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د سیند حکومت بيا په صوبه کې د اووه ورځني پولیو ضد کمپاین اعلان کړی دی.

د روغتيا صوبايي څانګې په وینا، په دې ترڅ کې به د صوبې په ۲۲ ضلعو کې تر ۵۰ زره زیاتې ډلې ۷۴ لکه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکوي.

په پاکستان کې سږ کال (۲۰۲۱م) يوازې يو ماشوم پوليو يا ګوزڼ وهلی چې د بلوچستان له قلعه عبدالله ضلعې سره تعلق لري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ ناروغي لا هم موجود ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG