د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا پر پولیو ضد کمپاین څه اغېز کړی؟


د پولیو ضد پخواني‌ کمپاین عکس
د پولیو ضد پخواني‌ کمپاین عکس

پراګ - په داسې حال کې چې د پولیو یا د ګوزڼ خلاف د پاکستان مبارزه وار له مخې د وسله والو بریدونو، د سختدریځو ملایانو او د واکسینو پر ضد د پروپاګند له وجې ټکنۍ شوې، اوس پکې د کورونا وایرس مسله هم مخې ته راغلې ده.

پاکستان د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د پولیو واکسینو د تطبیقولو هغه لړۍ درولې ده چې ټیمونه به چم په چم او دروازه په دروازه ګرځېدل او ماشومانو ته به یې څاڅکي ورکول. اوس هغه ټیمونه او هغه وسایل د نوي وبا سره د مبارزې لپاره استعمالېږي.

د روغتیا ماهرین وايي، د پولیو کمپاین ودرول به لسګونه میلیونونه ماشومان له واکسینیدو پاتې کړي او ورسره د پولیو بیمارۍ د زیاتو پېښو د مخې ته راتلو وېره لیدل کېږي.

په دې وروستیو کلونو کې د نورې نړۍ په شان له نایجیریا نه هم د پولیو ټغر ټول شو او اوس په دا ګرده نړۍ کې یواځې افغانستان او پاکستان دي چې د پولیو کیسونه پکې موجود دي.

د پاکستان حکومت په اپریل میاشت کې د پولیو کمپاین چې پکې به ۴۰ میلیونو ماشومانو ته څآڅکي ورکول کېدل، ونه چلولی شو. د ماهرینو په وینا دا کار ځکه د اندېښنې وړ دی چې په ۲۰۱۹ کال کې د پولیو ۱۴۷ مثبتې پېښې مخې ته راغلې وې او سږ کال تر دې مهاله ۴۱ کیسونه ثبت شوي دي.

په پاکستان کې د پولیو زیاتره کیسونه په خیبر پښتونخوا صوبه کې مخې ته راغلې دي. په هغه صوبه کې د بیړنیو خدمتونو د ملي ادارې صوبايي کوارډینیټر عبدالباسط وايي، د پولیو مثبتې پېښې به خامخا زیاتېږي ځکه چې کورونا وایرس په داسې وخت کې د هغوی مخه ونیوله چې د پولیو پر ضد کمپاین تر لاس لاندې و.

نوموړی وايي، پخوا هم لیدل شوي او اوس هم دا امکان شته چې کله ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ونه رسېږي نو بیا د پولیو کیسونو پېښې زیاتېږي. هغه زیاتوي، داسې نه ښکاري چې د کورونا له وجې به په راتلونکو څو میاشتو کې د پولیو کمپاین بیا پیل کړل شي.

خو په خیبر پښتونخوا صوبه کې د روغتیا یو ماهر ډاکټر ندیم جان وايي، حکومت باید څومره زر چې په خوندي ډول د پولیو ضد کمپاین چلول ممکن وي، وچلوي. نوموړی وايي، د تېرو کلونو پرتله اوس د پولیو کیسونه زیات دي نو دا وېره شته چې که د کورونا وایرس له وجې د جوړ شوي وضعیت له کبله د پولیو کمپاین ونه چلېده نو په زیات شمېر کې نوې پېښې به هم مخې ته راوړي.

ډاکټر ندیم جان زیاتوي، هغوی ګڼي چې د روان کال له جون میاشتې نه وړاندې به د پولیو ضد کمپاین پیل نه شي، حال دا چې ماشومانو ته د پولیو ضد د څاڅکو زر ورکول ضروري دي.

XS
SM
MD
LG