د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صحت نړیواله اداره وايي ، پاکستان او افغانستان کې پولیو زیاته شوې


د پولیو ضد کمپاین
د پولیو ضد کمپاین

پېښور - د صحت نړیوالې اداره وایي په پاکستان او افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو د مخنیوي لپاره د ورکول کېدونکو ویکسینو خلاف بې بنیاده پروپیګنډې له دې ناورغۍ څخه د ماشومانو د ژغولو پر هلو ځلو ډېر اغېز کړی دی.

یادې ادارې ویلي چې د افغانستان او پاکستان په زیاتره سیمو کې د کمپاین نه کېدو له کبله په ۲۰۱۹م کال کې دا ناروغي یو ځل بیا زیاته شوې ده.

په پاکستان کې د صحت نړیوالې ادارې یو چارواکي عمار شفیق مشال ریډيو ته وویل تېر کال د پېښور په ماشوخېلو کې د پولیو د مخنیوي واکسینو پرضد د دروغو پروپېګنډا شوې وه او د هغه له کبله ډېر ماشومان له دې څاڅکو پاته شوي وو.

ده وویل چې په کومو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي څاڅکي ورنکړل شي نو هلته دا ناورغي خامخا خپرېږي.

عمار شفیق زیاته کړه چې دوي د ۲۰۱۹م کال په ډېسمبر کې ښه کمپاین کړی وو او شاوخوا ۹۰ فیصده ماشومانو ته یې د پولیو ضد څاڅکي ورکړي وو.

په تېر کال کې په پاکستان کې په مجموعي توګه ۱۳۲ ماشومان ګزڼ وهلي وو او په ۲۰۲۰م کال کې تر اوسه یوازې په یوه ماشوم کې دا وایرس میندل شوي دي.

په افعانستان کېد ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" یو چارواکی کمال شاه وایي چې د پېښور په ماشوخېلو کې د رامنځ ته شوې پېښې په افغانستان کې هم څه نه څه اغېز کړی وو خو اوس بیرته هلته کمپاین په ښه توګه دوام لري.

ده وویل چې په افغانستان کې ۲۰۱۹ کې ۲۹ کیسونه ثبت شوي وو او نور هم کیدای شي ځکه لیبارټریو ته یو شمیر ماشومانو ټیسټونه لیږل شوي دي.

په خیبر قبایلي ضلع کې یو فعال منظور اپرېدی وایي د پاکستان او افغانستان دواړو هیوادونو یو شمیر عالمانو له خوا دا فتوی ورکړل شوې چې د پولیو یا ګوزڼ ضد ویکسینو کې هیڅ تاوان نشته او دا ماشومان له معذورۍ ژغوري.

چارواکي وایي چې پر تورخم هره ورځ ‌ډېر خلک تګ راتګ کوي چې ورسره د پولیو وایرسو انتقال ممکن دی نو په کار ده چې هلته پر دواړو غاړو د هر عمر کسانو ته د دې وایرس ضد څاڅکي ورکړل شي.

د صحت نړیوالې ادارې چاوارکي وایي دا ناورغي دا وخت له ټولې نړۍ ختمه شوې او یوازې په پاکستان او افغانستان کې پاتې ده او باید دلته هم ختمه شي چې ماشومان د ټول عمر لپاره له معذورۍ وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG