د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو روغتیاپالانو بایکاټ اعلان کړ


پاکستان کې لا هم ماشومان د ګوزڼ ښکار دي چې وخت په وخت ورته واکسین ورکول کېږي.
پاکستان کې لا هم ماشومان د ګوزڼ ښکار دي چې وخت په وخت ورته واکسین ورکول کېږي.

په قبايلي ضلعو کې د حفاظتي ستنو ورکوونکو روغتياپالود واکسینو له راتلونکي لړۍ څخه د بايکاټ اعلان کړی دی.

د روغتياپالو د اتحادیې مشر، زیر محمد باجوړي د جولای په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې هغوی له ۳۶ ورځو راهيسې پر احتجاج بوخت دي. هغه وايي، دا احتجاج یې ځکه پیل کړی چې له تېرو درو میاشتو راهېسې تنخا نه ده ورکړل شوې او د هغوی نوکرۍ هم حکومت نه پخوي.

هغه همداراز ويلي چې د جولای په ۱۳مه په جنوبي وزیرستان کې د پوليو ضد د واکسينو په بهیر کې هم له دې کبله برخه نه اخلي.

په قبایلي ضلعو کې د واکسینو په څانګه کې کارکوونکي کسان وايي، هغوی په ډېرو سختو حالاتو کې خپله دنده پر مخ وړي او د ۱۶ کالو د تېرېدو باوجود هم د هغوی نوکرۍ پخې شوې نه دي.

خو د قبايلي ضلعو د واکسينو د څانګې مشر، ډاکټرنياز افريدي د جولای په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې د واکسیناتورانو د تنخاوو مسله حل شوې او د هغوی د دندو د پخېدو کار روان دی.

په قبایلي ضلعو کې پر طبي ډلو او په ځانګړي ډول د پولیو په واکسیناتورانو وخت په وخت د وسله والو ډلو لخوا بریدونه هم شوي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

پاکستان کې لا هم د پولیو د رنځ له وجې ماشومان اغېزمن کېږي خو حکومت وايي د واکسینو له لارې د پولیو یا د ګوزڼ د مخنیوي لپاره به هلې ځلې جاري ساتي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس د خپرېدو له وجې وار له مخې د واکسینو کمپاین د ځنډ ښکار شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG