د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا خېبر پښتونخوا د پولیو د ختمېدو مخه نېولې؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د ټیګ ( تخنیکي مشورتې ډلې) په نوم یوه اداره چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره کار کوي وايي، له پاکستانه د پولیو د وایرس د ختمولو په لاره کې خیبر پښتونخوا تر ټولو لوی خنډ دی.

دې ادارې د صوبې د پولیو مخنیوي ادارې ته ځېني وړاندېزونه هم او سپارښتنې هم کړي دي.

بلخوا د خیبرپښتونخوا د پولیوضد ادارې چارواکو هیله څرګنده کړې ده چې د روان کال دسمبر میاشتې پورې به له صوبې نه د پولیو وایرس په بشپړه توګه ختم کړي.

په خیبرپښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي ادارې یو چارواکی ډاکټر ندیم جان وايي، د ناروغیو ضد کارکونکې ډلې ټېګ یا تخنیکي ایډوایزري گروپ ورته د پولیو ختمولو لپاره د پوهاوي پروګرامونو او د سم معیار مهمونو کولو ترڅنګ ځیني نور وړاندېزونه ورکړي دي.

ډاکټر ندیم جان په دې اړه زیاته کړه، هیله لري چې د روان کال تر دسمبر میاشت پورې به له صوبې څخه د پولیو وایرس ختم کړي.

"ټېګ چې پکې د بېلا بېلو ادارو پوهان کار کوي، د اګست پر ۳۰مه یې په اسلام اباد کې غونډه وشوه او له هغې وروسته یې موږ ته وړاندېزونه کړي. دوی په خپلو سپارښتنو کې ویلي چې تاسو خپل منځي رابطې ښه کولو سره د پولیو په اړه د خلکو غلط فهمیانې ختمي کړئ او خپل فعالیتونه سم کړئ چې کار په سمه توګه پر مخ لاړ شي. نو هم دا شان به د پولیو ناروغي ختمېږي."

سږکال په پاکستان کې د پولیو لږ تر لږه ۵۳ کېسونه رپورټ شوي دي چې پکې لږ تر لږه ۴۱ یې د خېبر پښتونخوا سره تعلق لري.

دا چې ټېګ ادارې د پولیو نه ختمېدو لپاره خیبرپښتونخوا ولې یو لوی خنډ ګرځولی، ډاکټر ندیم جان یې په اړه وايي:

"د پولیو نه ختمېدو ګڼ وجوهات دي. قبایلي سیمې له خیبرپښتونخوا سره ضم شوې او د امنیتي صورتحال له وجې موږ هلته د ښه معیار مهم نشو کولای. په بنو کې د پولیو نارغانو د زیات شمیر راتللو وجه دا وه چې پلرونو به د خپلو ماشومانو په ګوتو نښې ولګولې او څاڅکي به یې ورته ونکړل. داسې به موږ ته دا خبره معلومول ګرانه شوه چې کوم ماشوم ته څاڅکي ورکړل شوي او کوم ته نه."

نوموړی زیاتوي، مخکې به چې کومو پلرونو د پولیو څاڅکو نه په څرګنده انکار وکړ نو حکومت به ورته سزا ورکوله نو ځينو پلرونو به د روغتیا کارکونکو ته ویل چې تاسو د ماشومانو ګوتې هسې توروئ نو داسې به ستاسو ذمه واري هم پوره کېږي او موږ به هم له قېده بچ کېږو. نو دا ټول د ناپوهۍ، غلط فهمۍ او د منفي پروپېګنډو اثرات دي.

په مومندو کې کار کوونکی یو ډاکټر شبیر بیا وايي چې حکومت ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو سره سره اولس ته د پوهاوي ورکولو لپاره پروګرامونه زیاتول پکار دي.

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په اورکزو، کورمه او هنګو کې، د پولیو پر ضد په وروستي درې ورځني کمپاین کې ۱۱۰۰۰ ماشومان له واکسینو بې برخې پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG