د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوابۍ کې د خپلې خور د بندي کولو په تور درې وروڼه ګرفتار


صوابۍ پولیسو هغه درې وروڼه نیولي چې له شاوخوا لسو میاشتو راهیسې یې خپله خور په یوه شاړه ودانۍ کې په زنځیرونو تړلې وه او نه یې غوښتل چې خور یې د خپلځان او بچو د ساتلو لپاره نوکري وکړي.

د صوابۍ د پولیسو لخوا د جولای پر ۲۶مه په کښلي قانوني رپورټ کې راغلي، دغه ښځه حسینه چې عمر یې ۳۳ کاله دی، د صوابۍ په هیډکوارټر دره نومي ځای کې په یو کور کې په زنځیرونو تړل شوې وه. پولیسو ته چې معلومه شوه، نو دوی هلته ورسېدل، په خپل موبایل فون یې یوه ویډیو هم جوړه کړې چې پکې د دغه ښځې په غاړه کې یو اوږد او لوی زنځیر تاو شوی او جرندۍ ورته لګېدلی دی، شاړ کور دی، ښځه د کور د کوټې په یوه ماته کړکۍ کې ولاړه ده، مخ یې د خپل څادر په پلو پټ کړی او د پولیسو پوښتنې ځوابوي.

پولیس: ستا څه نوم دی؟

ښځه: زما حسینه نوم دی

پولیس: دا چا تړلی یې؟

ښځه: دا زه خپلو پینځو واړو وروڼو.

پولیس: په زنځیر یې له څومره مودې راهیسې تړلې یې؟

ښځه: میاشت دوه کم یو کال پوره کېږي.

پولیس: ته یې ستا د خوښې نه خلاف تړلې یې او ظلم درسره کېږي؟

ښځه: هو هو ډېر ظلم کېږی.
پولیسو د حسینه پر څلورو وروڼو انجم خان، سایر خان، ندیم خان او فهیم خان په دې پېښه کې د ککړتیا رپورټ لیکلی دی.

په دې پېښه کې ښځه ازاد کړل شوې خو د پولیسو په یوه بله خپره کړې ویډیو کې درې تنو مبینه مجرمانو ته په لاس کې ځولنې اچول شوې او د درې واړو پر سرونو یو لوی څادر غوړول شوی دی او مخونه یې پټ دي.

په صوابۍ کې یوه ځايي خبریال شهاب الله یوسفزي مشال راډیو ته وويل، دا د صوابۍ په هیډکوارټر کې خاص کلی دی چې چې له مانېري سره جوخته سیمه ده.

دی زیاتوي چې د حسینې وروڼه عالمان او حافظان هم دي، هغوی نه خوښوله چې خور یې عدالت ته ولاړه شي یا دې نوکري وکړي، نو په پښو او غاړه کې یې ورته زنځیر اچولی وو.

حسینه یې په یوه داسې شاړه کوټه کې بنده کړې وه چې بجلۍ هم پکې نه وه.


د صوابۍ د زروبۍ یو مدني فعال ګوهر ننګیال وايي:"په دې مقدمه کې خو پولیس دا ټوله کیسه رابرسیره کړه، خو داسې په سوونو کېسونه دي چې هغه نه رپورټېږي او زموږ مخې ته نه راځي. په پښتنه ټولنه کې په هر کلی محلت کې داسې پېښې کېږي."

د پولیسو لخوا په قانوني اېف ای ار کې لیکل شوي حسینه ۱۳ کاله وړاندې د صوابۍ له ګل ریس سره واده کړی وو، دوه بچي چې یو هلک او یوه جینۍ ده او د ۲۰۱۶ز کال په اپریل میاشت کې یې طلاق ورکړی وو. حسینه له دې وروسته د صوابۍ په یو عدالت کې د ګل رئیس پرضد قانوني درخواست وکړ چې د دې بچو ته د خوارک څښاک او نورو خرڅو لپاره پیسې ورکړي.

د پولیسو لخوا په جاري شوی ویډیو کې دغه ښځه وایي، وروڼه یې عدالت ته د خاوند پرضد هم نه پرېږدي چې د خپلو بچو حق ترې وغواړي او بله دا چې دې یوه نوکري موندلې وه نو هغې ته یې هم نه پرېښوده او په دغه شاړ کور کې یې وتړله.

د یادونې وړ ده چې د جولای پر څلورمه د پېښور پولیسو د یوې ویډیو له خورېدو وروسته دوه وروڼه نیولي ول، چې په ویډیو کې د خپلې خور کوټې ته ورننوځي، خور په لښتو او په هیلمټ ووهي او خپله مور هم پورېوهي او هغه ګوزاره شي.

د پولیسو له وینا سره سم چې دغه خور یې له خپلو وروڼو د خپل قانوني حق په مطابق د جایداد غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG