د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مانسهرې پولیسو د غیرت په نامه د ښځې او سړي د وژلو په تور درې تنه نیولي


عورت فاونډېشن د ۲۰۲۱ز کال په فېبرورۍ کې په یو رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۰ز کال کې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ۲،۲۹۷ پېښې ثبت شوې وې. (انځور: ارشیف)
عورت فاونډېشن د ۲۰۲۱ز کال په فېبرورۍ کې په یو رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۰ز کال کې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ۲،۲۹۷ پېښې ثبت شوې وې. (انځور: ارشیف)

د خیبرپښتونخوا د مانسهرې ضلعې پولیس وايي، په بټرېړ سیمه کې یوه ښځه او مېړه د غیرت په نوم وژل شوي دي.

د یادې ضلعې د صدر تاڼې مرستیال محرر حبیب محمد د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې دا ښځه او سړی د جولای پر ۲۲مه تر واده یوه اوونۍ وروسته وژل شوي دي.

د حبیب محمد په خبره، د وژل شوو کسانو کورنۍ ادعا کوي چې دوی په خپله خوښه پټ واده کړی وو. " له مرګه شپږ ورځې وړاندې دې هلک او نجلۍ په عدالت کې واده کړی وو. خو د نجلۍ خپلوانو دواړه ووژل او ورته یې د ناموسي وژنې نوم ورکړ."

ده زیاته کړه چې اوس یې درې تنه نیولي دي چې پکې د نجلۍ پلار، تره او یو بل خپل شامل دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د روان کال په جون میاشت کې په رپورټ کې ویلي ول چې په ۲۰۲۰ز کال کې په هغه هېواد کې ۴۳۰ ناموسي وژنې شوې وې.

په سوات کې د بشري حقونو لپاره کارنکوونکې ادارې (دي اوېکنینګ) مشر عرفان حسین بابک مشال راډیو ته وویل چې یوازې په سوات کې سږکال ۱۴ ناموسي وژنې شوي دي. "موږ زنانه خپل جاګیر ګڼو او د هغوی د هرې فیصلې واک مو په خپلو لاسونو کې اخیستی دی، موږ وایو چې دا اجازت راته مذهب راکړی دی خو نه، په مذهب کې داسې هېڅ نشته. په قران کې د ښځو د حقونو ذکر شوی دی."

د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۶ز کال په اکتوبر کې د ناموسي وژنو خلاف قانون منظور کړی وو. په دې قانون کې ویل شوي ول چې متاثره کورنۍ به یوازې هغه مهال مجرم معاف کولای شي چې هغه ته د پانسۍ سزا وشي او د معافۍ باوجود به مجرم ۱۲ نیم کاله د بند سزا تېروي.

د بشري حقونو مبارزان دا تور پورې کوي چې حکومت اکثر د غیرت په نوم وژنو کې ککړو کسانو ته په سزا ورکولو کې پاتې راشي نو ځکه هم د داسې پېښو مخنیوی نه کېږي.

د ښځو د حقونو مبارزې او د حوا لور په نوم د ناحکومتي ادارې مشرې شاوانه شاه بیا مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد د پېښو د زیاتوالي وجوهات د قوانینو په سمه توګه نه عملي کېدل او ښځو ته خپل حقونه نه ورکول دي.

د ناموسي وژنو خلاف قوانین په سمه توګه د عملي کولو په اړه مو د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر فضل شکور خان سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی زموږ ټېلېفون پورته نکړ.

البته د خیبرپښتونخوا د واکمن ګوند تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړې عایشه بانو راته څه موده وړاندی ویلي ول چې د خیبرپښتونخوا حکومت د ناموسي وژنو په څېر د تشدد د پېښو مخنیوي لپاره پولیسو ته د لا نور بېداره اوسېدو ویلي دي.

د دې په وینا، د قانون له مخې یې اکثره مجرمانو ته سزاګانې هم ورکړې دي خو زیاتره وخت د غیرت په نوم شوې پېښې نه ثبتېږي نو ځکه له انصافه پاتې شي.

د ښځو د حقونو ناحکومتي ادارې عورت فاونډېشن د ۲۰۲۱ز کال په فېبرورۍ کې په یو رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۰ېې کال کې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ۲،۲۹۷ پېښې ثبت شوې وې.

رپورټ لیکي چې په خیبرپښتونخوا کې په ۲۰۲۰ز کال کې ۱۲۴ ښځې وژل شوې وې چې پکې یوازې په مردان، چارسده، نوښار، پېښور او هريپور کې ۲۰ ښځې د ناموس په نوم وژل شوې وې.

XS
SM
MD
LG