د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د برمل پر یوې پېغلې "غږ" کوونکي کسان نیولي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د جنوبي وزیرستان پولیسو هغه دوه تنان نیولي چې د برمل تحصیل د رغزۍ د یوې پېغلې په کور یې "غږ" کړی و.

د پولیسو ترمخه دغه پېښه د روان کال د مارچ په اتمه هغه وخت په ټانک ضلع کې شوې وه چې کله د رغزۍ دوو اوسیدونکیو د زېنب بي بي په نوم د یوې نجلۍ د کور مخې ته ډزې وکړې او غږ یې وکړ چې دغه نجلۍ د دوی ده.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي د می پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، دوی په سیمه کې د داسې پېښو خلاف سخت ګامونه پورته کوي:

"د رغزۍ سیمې ځینو تنانو د زینب بي بي د کور مخې ته ډزې وکړې او د غږ د فرسوده رسم ترمخه یې وویل چې زېنب به دوی ودوي. وروسته زېنب او کورنۍ یې پولیس ته ولاړل. د دغه پېښې اېف ای ار د مارچ پر نهمه درج شوی. موږ پېښه ثبت کړه او دا کسان وروسته د مې پر ۱۸مه ونیول شول."

پولیس دا هم وایي چې پر دغه وخت د پېښې ککړو کسانو د جینۍ په کور په ډزو کې د هغې مور هم ژوبله کړې وه چې وروسته د پېښور یو روغتون ته د علاج لپاره یوړل شوه.

د قبایلي سیمو خلک وایي، د دې باوجود چې هغوی اوس په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل شوي، دغلته لا هم د غږ رسم شته خو دوی کوشش کوي چې د دغه رسم خلاف په ولس کې پوهه پېدا کړي.

دا چې د یو چا په کور غږ کول څه مانا لري؟ په اړه یې د جنوبي وزیرستان یو مشر شېر پاو مسود د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل:

"غږ یو ډېر پخوانی دود دی. خلک د یو چا د کور مخې ته ډزې وکړي او یا په کلي ولس کې خوره کړي چې دغه جینۍ چې د فلانکي لور ده، زموږ ده، او که بل چا یې تپوس وکړ نو زموږ به ورسره دښمني وي. دا رسم د پښتنو په نورو سیمو کې هم شته خو په قبایلي ټولنه کې زیات وو، چې اوس ورو ورو ختمیږي."

د جنوبي وزیرستان د شکتوی سیمې یو ځایي مشر او مدني فعال سعید انور مسود د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، پخوا به داسې پېښې زیاتې مخې ته راتلې خو اوس په ولس کې د دې رسم په اړه پوهه تر یو حده راغلې ده. نوموړی وایي، لا به هم وخت اخلي چې خلک د یو بل پر بنیادي حقونو او قانون پوهه شي:

"تر څو چې تعلیم او پوهه نه وي راغلي نو د غږ په څېر داسې رسمونه به لا هم موجود وي. زموږ په مذهب کې د دې ګنجایش نشته. دا د انساني حقونو هم خلاف ورزي ده . چې ترڅو تعلیم نه وي عام شوی، داسې رواجونه به وي، نو ځکه ختمېدل به يې وخت اخلي."

د غږ رسم نه یوازې په قبایلي ضلعو بلکې د خیبر پښتونخوا په ځینو نورو سیمو کې هم شته. د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۳م کال کې د غږ رسم خلاف یو قانون هم منظور کړی و. د خیبر پښتونخوا د واکمن تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړې عایشه بانو د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، د دغه قانون ترمخه که څوک پر یوې جینۍ په غږ کولو کې مرسته وکړي نو د هغوی لپاره هم سزاګانې شته:

"دا رسم په قبایلي ضلعو کې زیات دی. د دې سزاګانې هم سختې ايښودل شوي دي او عدالت دا اختیار لري چې د ککړو تنانو ضمانت هم ونه مني، د سخت قانون له وجې موږ وینو چې دا رسم په ختمېدو دی."

د دغه قانون له مخې یو تن که د چا پر کور غږ کوي او یا د یوې جینۍ کور مخې ته ډزې کوي نو د درو نه تر اوو کالو د بند سزا او تر پنځو لکو روپو پورې جرمانه کېدای شي.

XS
SM
MD
LG