د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پولیس وايي دوه تنه یې د خور وهلو په تور نیولي دي


د خیبر پښتونخوا پولیس وايي د افتاب او ارشد په نامه دوه وروڼه یې د خپلې خور د وهلو ټکولو په تور نیولي دي. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا پولیس وايي د افتاب او ارشد په نامه دوه وروڼه یې د خپلې خور د وهلو ټکولو په تور نیولي دي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي د افتاب او ارشد په نامه دوه وروڼه یې د خپلې خور د وهلو ټکولو په تور نیولي دي.

د دوی په وینا، دا کسان یې له هغه وروسته نیولي چې د دوی يوه ويډيو پر انټرنيټ وایرل يا مشهوره شوه.

پوليسو د جولای په څلورمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په دې ويډيو کې ښکاري چې د پېښور د امين کالونۍ دا اوسېدونکي، خپله خور په څټک وهي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې خور يې له وروڼو په پلرني کور کې د برخې غوښتنه کوله. د پولیسو په وينا زخمي مېرمن یې روغتون ته رسولې او نورې پلټنې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG