د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین کې په سېلاوونو کې د مړو شمېر ۳۳ ته ورسېد


په ژینګژو ښار کې سېلاوونو ګاډي لاهو کړل او پلونه او سړکونه یې وران کړل - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۲۲مې انځور.
په ژینګژو ښار کې سېلاوونو ګاډي لاهو کړل او پلونه او سړکونه یې وران کړل - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۲۲مې انځور.

د چين په مرکزي هېنان ولايت کې د سختو سېلاوونو له وجې د وژل شويو کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۳ ته رسېدلی او شاوخوا درې میلیونه کسان يې ځپلي دي.

د هېنان ولايت چارواکو د جولای پر ۲۲مه ویلي چې په سيمه کې د بارانونو لړۍ روانه ده.

د هېنان په مرکز ژېنګژو کی په درو ورځو کې د یو کال هومره بارانونه ورېدلي چې له وجې یې سخت سېلاوونه راغلي چې لارې یې یې تړلي دي او ښار یې زښت ځپلی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د جولای پر ۲۰مه خپرې ویډیوګانې ښيي چې ګاډي او د ړنګو کورونو ملبه سېلاو لاهو کړې، سړکونه یې وران کړي او خلک په اوبو کې بند پاتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG