د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین کې سېلاوونو لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي


په ژېنګژو ښار کې سړکونه له سېلاوي اوبو ډک دي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۲۰مې انځور.
په ژېنګژو ښار کې سړکونه له سېلاوي اوبو ډک دي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۲۰مې انځور.

د چين په مرکزي برخو کې سختو سېلاوونو لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي او تر دوو لکو پورې کسان له کورونو څخه خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

د چين دولتي خبري اژانس سینهوا د جولای پر ۲۱مه ویلي چې د هېنان ولایت يو شمير ښارونه د تېرو څو ورځو بارانونو او سېلاوونو ځپلي او په مرکز ژېنګژو کې سېلاوونو خورا زیات تاوان اړولی دی.

په ټولنیزو رسنیو خپرې ویډیوګانې ښيي چې ګاډي او د ړنګو کورونو ملبه سېلاو لاهو کړې، سړکونه یې وران کړي او خلک په اوبو کې بند پاتې دي.

سینهوا وايي، د جولای ۲۱مې تر شپې به په ولایت کې باران دوام ولري او "دا ډول باران عموماً په ۱۰۰ کلونو کې یو ځل کېږي."

په ژېنګژو کې د سېلاوونو د کنټرول مرکزي دفتر په یوه اعلامیه کې ويلي چې "وضعیت ډېر خراب دی."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG