د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې بلدیاتي انتخاباتو ته چمتو والی لرو: د قانون وزیر


د ارشیف انځور: د ۲۰۱۵ کال د بلدیاتي انتخاباتو یو منظر، په سوات کې یوه ښځه خپل ووټ کاروي.
د ارشیف انځور: د ۲۰۱۵ کال د بلدیاتي انتخاباتو یو منظر، په سوات کې یوه ښځه خپل ووټ کاروي.

د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر وايي، د ضم شوو قبایلي ضلعو په ګډون به په ټوله صوبه کې زر بلدیاتي انتخابات وشي او دې لپاره تیارۍ نیولې شوي دي.

فضل شکور د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د کابینې په غونډه کې دا پرېکړه شوې چې ډېر زر به د بلدیاتي ټاکنو نېټه اعلان کړل شي:

"په دې لړ کې ټول اقدامات شوي، د کابینې په غونډه کې وزیر اعلی محمود خان واضحه امر کړی چې دا ټاکنې کول دي. که د افغانستان حالات په دوو یا درې میاشتو کې بدل شول، بیا خو څه ضمانت نه شم ورکولی خو که حالات د اوس په شان ول نو بیا خو حکومت تیار دی چې بلدیاتي انتخابات وکړي."

بل پلو، د خیبر پښتونخوا د انتخاباتو کمېشن هم وايي چې د بلدیاتي ټاکنو لپاره یې ټولې قانوني چارې بشپړې کړي او ولس له پکار دي چې د خپلو ووټونو اندراج دې وکړي. د انتخاباتو د کمېشن ویاند سهیل احمد د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل:

"د انتخاباتو صوبايي کمېشن د بلدیاتي انتخاباتو لپاره تر ډېره تیاري مکمله کړې ده چې پکې د ریټرننګ افسرانو د سرکاري حکمنامې جاري کول، په ټولو ضلعو کې د حلقه بندیانو کار مکملول او د جولای په اتمه د نوټېفېکېشن جاري کول شامل دي."

سهیل احمد وايي، هغوی د رسنیو له لارې پر ولس او په انتخاباتو کې په ودرېدونکو نوماندانو غږ کوي چې زر تر زره دې د ووټونو د اندراج لپاره د کمېشن مقامي دفترونو سره په اړیکه کې شي. نوموړی وايي، دا ټولې چارې د خیبر پښتونخوا په ضم شوو ضلعو کې هم سر ته رسېدلې دي.

څه موده مخکې د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی و چې په صوبه کې به بلدیاتي انتخابات په مرحله واره ډول ترسره کوي خو د قانون وزیر فضل شکور مشال راډیو ته په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، بدیاتي انتخابات به په یوه ورځ تر سره شي.

خو د بلدیاتي محکمې د انتخاباتو څانګې مشر ساجد ګل د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، په دې لړ کې د انتخاباتو د کمېشن او د هغوی د محکمې ترمنځ تر سلا مشورې وروسته به پرېکړه کېږي:

"حکومت خو اعلان کړی چې بلدیاتي انتخابات به د روان کال په سېپټمبر یا اکتوبر کې کوي خو په دې مشاورت لا پاتې دی چې ټاکنې به په یوه ورځ ترسره کېږي کنه په مرحله واره ډول به پر مخ ځي؟ د قانون له مخې د ټاکنو لپاره د عملې یا پرسونل روزنه، د انتخاباتي موادو چمتو کول او د امنیتي ګامونو د اخېستو په اړه د حکومت او د انتخاباتي کمېشن ترمنځ د مشاورت نه پس به د ټاکنو نېټه اعلانېږي. خو تر هغې وړاندې دا مشاورت کول یوه قانوني اړتیا ده."

په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي ادارو د کار موده د ۲۰۱۹ کال په اګست کې پای ته رسېدلې وه او د قانون له مخې نوې ټاکنې په ۱۲۰ ورځو کې دننه کول ضروري وي خو صوبايي حکومت د ځنډ علت په انتخاباتي قوانینو کې بدلون ښودلی و. خو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړی سردار حسین بابک وايي، حکومت د بلدیاتي انتخاباتو کولو لپاره سنجیده نه دی. نوموړي د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل:

"که موجوده حکومت د بلدیاتي انتخاباتو په کولو کې مخلص وای نو د دغو انتخاباتو موده خو دوه کاله پخوا پوره شوې خو دا چې اوس حکومت یو څه ګړندی شوی، دا د سپریم کورټ د فشار وجه ده."

پخوا به په بلدیاتي نظام کې ویلیج کونسل، تحصیل کونسل او ضلعي کونسل شامل وو خو د نویو بدلونونو نه پس اوس له دې نظامه ضلعي کونسل لرې کړل شوی دی. د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي ټاکنو د قانون له مخې د ویلیج کونسل ټاکنې به په غیر جماعتي او د تحصیل کونسل هغه به په جماعتي بنیادونو ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG