د لاسرسي ځای

تازه خبر

سید ظهور اغا د بلوچستان نوی ګورنر


سید ظهور اغا

د پاکستان ولسمشر د تحریک انصاف ګوند سیاستوال سید ظهور اغا د بلوچستان د نوي ګورنر په توګه ټاکلی دی.

بېګا د ولسمشر له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې عارف علوي د جولای پر اوومه نېټه د بلوچستان د پخواني ګورنر امان الله یاسینزي استعفا ومنله او سید ظهور اغا یې د صوبې نوی ګورنر وټاکه.

اغا بېګا له مشال راډیو سره په لنډو خبرو کې وویل، د تعلیم او روغتیا په برخه کې د ولس خدمت کول غواړي. نوموړی د پښین اوسېدونکی دی او په کوټه کې د اوړو کاروبار کوي. ظهور اغا د تحریک انصاف له لومړنیو سیاستوالانو څخه دی چې په ۱۹۹۶ز کال کې یې له اوسني وزیراعظم عمران خان سره یو ځای سیاسي هلې ځلې پیل کړې وې.

امان الله یاسینزی د ۲۰۱۸ز کال له اکتوبر راهیسې د بلوچستان ګورنر وو او په اپرېل کې وزیراعظم عمران خان ورڅخه استعفا غوښتې وه. خو یاسینزي هغه مهال ویلي ول چې وزیراعظم له ګورنره د استعفا غوښتو واک نه لري.

ښايي د بلوچستان نوی ګورنر سید ظهور اغا نن په کوټه کې په یوه دستوره کې د بلوچستان د نوی ګورنر په توګه خپله لوړه وکړي.

بلخوا د پاکستان حکومت په قامي اسمبلۍ کې د جمهوري وطن ګوند مشر شاه زین بګټی د وزیراعظم پاکستان مرستیال ټاکلی چې د وفاقي وزیر هومره حیثیت به لري.

په اسلام آباد کې د جون په ۷ مه نیټه په جاري شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چي شاه زین بګټي به په بلوچستان صوبه کې د مصالحت او اهم اهنګي لپاره کار کوي. دغه ډول امکان لري چې وفاقي حکومت شاه زین بګټی ته له هغو بلوڅ وسله والو سره د خبرو پیلولو دنده هم وسپاري چې له تېرو څه نا څه دوو لسیزو راهیسې د بلوچستان د لاکورواکۍ اخیستو لپاره د صوبې په زیاترو بلوڅ میشتو سیمو کې په چریکي جنګ اخته دي.

وزیراعظم عمران خان د جولای پر پینځمه نېټه د بلوچستان په ګوادر کې یوې دستورې ته په خپله وینا کې له بلوڅ وسله والو سره د خبرو پیلولو هڅه ښکاره کړې وه.

شاه زین بګټی د بلوچستان له ډېره بګټي څخه د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ غړی وټاکل شو او د وفاقي حکومت اتحادي شو. نوموړی د بلوچ ملتپاله مشر نواب اکبرخان بګټي لمسی دی.

نواب اکبر خان بګټی په ۲۰۰۶ز کال د اګست پر ۲۶مه نېټه د بلوچستان د کوهلو او ډیره بګټي ضلع ترمینځ په یوه غرني سیمه کې پاکستانیو پوځیانو په یوه نښته کې وژلی وو. نوموړي د جنرال پروېز مشرف د حکومت پرضد خپل کور پرېښی وو او غرونو ته ختلی وو.

د نواب اکبر بګټی تر وژلو وروسته نه یوازې په بلوچستان کې امنیتي حالات کړکېچن شول بلکې د دې په نتیجه کې د نواب بګټي دوه لمسیان میر علي بګټی او برهمداغ بګټی جلاوطنۍ ته اړ شول. که څه هم تر کلنې جلاوطنۍ پس میرعلی بګټی د پیپلز پارټي د حکومت په وخت کې پاکستان ته ستون شو خو براهمداغ بګټی لاهم د جلا وطنۍ ژوند تېروي.

XS
SM
MD
LG