د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان ولې د بلوچستان ګورنر بدلوي؟


د ۲۰۰۵م کال له سېپټمبره تر ۲۰۰۹م کاله د بلوچستان های کورټ چیف جسټس پاته شوی امان الله یاسینزی د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر له څلورمې نېټې د بلوچستان ګورنر دی.
د ۲۰۰۵م کال له سېپټمبره تر ۲۰۰۹م کاله د بلوچستان های کورټ چیف جسټس پاته شوی امان الله یاسینزی د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر له څلورمې نېټې د بلوچستان ګورنر دی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د بلوچستان ګورنر امان الله یاسینزي ته په لېږلي‌ لیک کې له هغه غوښتنه کړې چې د ګورنر له څوکۍ استعفا وکړي.

د پاکستان د ډان او ایکسپریس ټریبیون په ګډون یو شمېر رسنیو په وینا، عمران خان د اپرېل پر ۳۰مه په دې لیک کې پخواني جسټس امان الله یاسینزي ته لیکلي چې دوی یې د کار ستاینه او مننه کوي خو بدلېدونکو سیاسي حالاتو ته په کتو غواړي چې د صوبې ګورنر بل نوی کس وټاکي.

په بلوچستان کې د تحریک انصاف یو لوړپوړي چارواکي مشال راډیو ته د دې پخلی وکړ چې د بلوچستان ګورنر به په راتلونکو څو ورځو کې بدل کړل شي.

یاد چارواکي د نومونو له په ډاګه کولو ډډه وکړه خو ویې ویل چې دوی وزیراعظم عمران خان ته د بلوچستان د نوي ګورنر لپاره درې نومونه ورکړي دي.

خو د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني بیا د مې پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې دوی تر اوسه په دې اړه څه لیک نه دی ترلاسه کړی او نه هم د ګورنر امان الله یاسینزي په دې اړه څه غبرګون مخې ته دی راغلی.

په بلوچستان کې د تحریک انصاف مشران نه یوازې د ګورنر پر څوکۍ د یو بې طرفه کس پرځای د خپل ګوند کس غواړي بلکې د بلوچستان عوامي ګوند په مشرۍ له صوبايي حکومت سره هم اختلافات لري.

د بلوچستان په اسمبلۍ کې د تحریک انصاف پارلماني مشر او د بلوچستان د اوبو او قدرتي زېرمو په اړه د وزیراعظم سلاکار سردار یار محمد رند د دې اندېښنو په وار وار څرګندونه هم کړې ده.

نوموړي د اپرېل پر ۲۳مه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل چې د تحریک انصاف مرکزي حکومت بلوچستان له پامه غورځولی دی.

ده وویل چې که د بلوچستان حالاتو ته توجه ورنکړل شوه نو د وزیراعظم د سلاکار چوکۍ به پرېږدي.

عمران خان د ګورنر بدلولو دا ګام له هغه دوې ورځې وروسته پورته کړی چې د اپرېل پر ۲۸مه کوټې ته په یو ورځنۍ دوره تللی وو.

عمران خان وویل چې د کورونا وایرس په وجه د را پیدا شوي صورتحال له کبله یې له ګورنر امان الله یاسینزي سره نه وو لیدلي.

اوس پوښتنه دا ده چې په بلوچستان کې د ګورنر سیاسي حثیت څه وي او ایا د ګورنر بدلون به له تحریک انصاف سره په صوبه کې د ودې لپاره مرسته وکړي‌ او که څنګه؟

د سیاسي چارو شنوونکی رفیع الله کاکړ وايي، د نورو صوبو په څېر په بلوچستان کې هم د ګورنر حثیت یوازې د وفاق د استازي دی او نور یې د صوبې په چارو کې ډېر واک نشته.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "په صوبه کې اصل واک د وزیراعلا او صوبايي کابینې وي او د ګورنر څه خاص واک نه وي او یوازې د پوهنتونو چانسلر وي او د پوهنتونو د وایس چانسلرانو په ټاکلو کې واک لري.''

د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال شهزاده ذوالفقار وايي، د ملک په ایین کې تر ۱۸م بدلون وروسته د ګورنر څوکۍ نوره هم بې واکه شوې او یوازې یو نمایشي حثیت لري.

ده له مشال راډیو سره پر دې موضوع د خبرو پر مهال وویل، که تحریک انصاف د ګورنر په بدلون سیاسي ګټې ترلاسه کول غواړي نو دا ګام به یې ګټور ثابت نه شي.

د شهزاده دوالفقار په وینا، ګورنر یو داسې بې طرفه کس په کار وي‌ چې له ټولو سره یو رنګ چلند کوي.

ده زیاته کړه، " اوس هم چې ولسمشر امان الله یاسینزي ته کومې لارښوونې وکړي‌ پر هغه عمل کوي او د وفاقي حکومت چې کومې تګلارې وي هغه پرمخ وړي‌ نو زما په خیال پر دې څوکۍ یوازې داسې کس ټاکل بې ارزښته او بې ضرورته کار دی چې بس تاسو ته تابع وي.”

د ۲۰۰۵م کال له سېپټمبره تر ۲۰۰۹م کاله د بلوچستان های کورټ چیف جسټس پاته شوی امان الله یاسینزی د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر له څلورمې نېټې د بلوچستان ګورنر دی. نوموړی وزیراعظم عمران خان په خپله ټاکلی وو.

XS
SM
MD
LG