د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمال خان مندوخیل د بلوچستان های کورټ چیف جسټس شو


جمال خان مندوخیل د لوړې مراسم.
جمال خان مندوخیل د لوړې مراسم.

کوټه - د بلوچستان های کورټ په ودانۍ کې د اکتوبر پر پنځمه په یوه غونډه کې جسټس جمال خان مندوخیل د دې صوبې د چیف جسټس په حیث سوګند پورته کړ.

په غونډه کې د بلوچستان ګورنر امان الله یاسینزی ، یو شمېر ججان ، صوبایي وزیران ، وکیلان او نور سیاسي مشران شریک وو.

له دې مخکې د بلوچستان های کورټ پخواني چیف جسټس میرمن طاهره صفدر وه چې د اکتوبر پر څلورمه یې موده پوره شوه.

د بلوچستان های کورټ چیف جسټس جمال خان مندوخیل په ۱۹۶۱ز کال کې د ږوب په کلي شیخان کې د شیخ احمد خان په کور کې زیږېدلی وو.

نوموړي لومړنۍ زده کړې د ګورنمیټ های سکول کینټ کوټې کې او اېف اېس سي د ساینس کالج کوټې وکړه.

هغه لوړې زده کړې د بلوچستان پوهنتون او په ۱۹۸۷ز کال کې له لاء کالج کوټې د وکالت ډکري ترلاسه کړه او په ۱۹۸۸ز کال د جون په میاشت کې وکالت پیل کړ.

په۱۹۹۰ز کال کې های کورټ او په ۲۰۰۱ز کال کې د سپریم کورټ وکیل شو.

جمال خان مندوخیل د های کورټ د وکیلانو د اتحادې جنرل سېکټر او د وکیلانو یو فعال عړی هم پاته شوی.

په ۲۰۱۲ز کال کې جمال خان مندوخیل د سېنېټ لپاره د الیکشن ټریبونل غړی وټاکل شو او د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر پر پنځمه یې د بلوچستان د های کورټ چیف جسټس په توګه حلف واخست.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG