د لاسرسي ځای

بلوڅ ملتپاله ګوندونه نېشنل پارټۍ او بلوچستان نېشنل ګوند وايي چې صوبايي حکومت د بلوچستان د امنيتي او سياسي ستونزې د حلولو لپاره هېڅ رسمي سياسي تګلاره نه لري بلکې غواړي مسله د طاقت په ذريعه هواره کړي.

په بلوچستان کې ځېنو وسله والو ډلو له پاکستانه د خپلواکۍ اخېستلو لپاره وسله واله مبارزه په ۲۰۰۶م کال کې هغه وخت پيل کړه کله چې د پوځي عملياتو پر مهال د بلوڅانو يو وتلی سياستوال نواب اکبر بګټی و وژل شو.

په دې دوران کې پوځ، وسله والو او عادي خلکو ته ځاني زيانونه رسېدلي دي.

په سلګونو بلوڅ ځوانان ورک کړل شوي چې وروسته بيا د لسګونو هغو خراب مړي موندل شوي.

د کوټې په ګډون د بلوڅو په سيمو کې چاودنې شوې او لاهم هلته د امنيت وضع خرابه ده.

په بلوچستان کې ځېنو وسله والو ډلو له پاکستانه د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره وسله واله مبارزه په ۲۰۰۶م کال کې هغه وخت پيل کړه چې کله د پوځي عملياتو پر مهال د بلوڅو يو وتلی سياستوال نواب اکبرخان بګټی ووژل شو.

که څه هم د څه باندې يوې لسېزې په موده کې مرکزي حکومت د بلوچستان د مسلې د حل په خاطر مالي او ترقياتي مراعات اعلان کړي او د پړدې شاته يې له ځېنو وسله والو ډلو سره رابطې هم کړې وې خو دا هڅې بې نتيجې پای ته رسېدلې دي.

په دې لړ کې تر مهمه هڅه د بلوچستان پخواني وزيراعلی او د نېشنل ګوند مشر ډاکټر مالک بلوڅ په ۲۰۱۵ م کال کې د خپلې واکمني پر مهال کړې وه.

نوموړي د خپلواکۍ غوښتونکې ګوند بلوچ ريپبلکن پارټۍ مشر براهمداغ بګټي سره، چې دا وخت په جنيوا کې د جلاوطنۍ ژوند تېروي، په ۲۰۱۵ م کال کې پټ ليدلي وو چې وروسته يې جزيات رسنيو ته په ډاګه شول البته په خبرو کې پرمختګ و نه شو.

جان محمد بليدي چې هغه وخت د وزيراعلی وياند وو، وايي چې د ډاکټر مالک له څوکۍ تر استعفا ورکولو وروسته د روغې جوړې خبرې په نيمه کې پاته شوې.

نوموړي ادعا کوي چې اوسنی وزير اعلی ثناوالله زهری او پوځ داسې هېڅ تګلاره نه لري چې ستونزه په خبرو هواره کړي. دی زیاتوي د ډاکټر مالک پوره کوشش وو او نواز شريف او ډله یې په دې رضا کړې وه چې د بلوچستان مسله سياسي ده او بايد په سياسي توګه حل شي او دا په طاقت نه شي هوارېدلای.

د جان محمد بليدي په اند اوسنی وزيراعلی ثناوالله زهري او پوځي ایسټبلیشمنټ د طاقت له لارې د ستونزې پر حلولو زيات زور ورکوي.

براهمداغ بګټی، په لندن کې مېشت حيربيار مری او د بلوچستان لبريشن فرنټ مشر ډاکټر الله نظر بلوڅ هغه بېلتونپاله بلوڅ مشران دي چې پر وسله والو زيات اثر و نفوذ لري.

خو له دې پرته نېشنل ګوند او بلوچستان نېشنل پارټۍ هغه لوی بلوڅ ګوندونه دي چې په پاکستان کې دننه د بلوچستان د پراخې خودمختارۍ غوښتنه کوي.

د بلوچستان وزيراعلی ثناوالله زهري او پوځي ایسټبلیشمنټ د طاقت له لارې د مسلې پر حلولو زيات زور ورکوي. جان محمد بليدي

د بلوچستان نېشنل پارټۍ يو مشر ثناء بلوڅ وايي چې د يو مهم بلوڅ سياسي ګوند په حېث له دوی سره د بلوڅو د مسلې په حلولو کې لاهم سلا مشوره نه ده شوې.

د ده په خبره، بلوچستان ته يوازې د امنيتي ستونزې په سترګه کتل کېږي. خو د بلوچستان په لیرې پرتو سيمو، کلیو او بانډو کې غريبي، بې وزلي، د تعليم ستونزې او درغلي مخ په زياتېدو دی او انتظامي نظام تقريبا په تباه کېدو دی. کله چې د رياست او سيمو ټول نظام له کاره ووځي نو په داسې حال کې بيا بهتري نه شي راتلی.

ثناء بلوڅ زياتوي چې د بلوچستان مسله هر اړخيزې تګلارې ته اړتيا لري خو د ده په وينا دا وخت داسې هېڅ تګلاره په نظره نه راځي.

بلخوا د بلوچستان حکومت وياند انوارلحق کاکړ وايي چې حکومت په ۲۰۱۵ م کال کې د 'پرامنه بلوچستان' په نوم يوه تګلاره اعلان کړې وه چې له مخې يې تر اوسه ۲۰۰۰ زره بلوڅ وسله وال تسليم شوي او معاف کړل شوي دي.

د بلوچستان حکومت ادعا کوي چې د پرامن بلوچستان تګلارې له مخه تر اوسه دوه زره بلوڅ وسله وال تسليم شوي دي.
د بلوچستان حکومت ادعا کوي چې د پرامن بلوچستان تګلارې له مخه تر اوسه دوه زره بلوڅ وسله وال تسليم شوي دي.

نوموړی وايي چې له بلوڅ بيلتونپالو مشرانو سره قبايلی يا سياسي مشرانو تماسونه نيولي خو د حکومت په کچه رسمي خبرې ورسره نه دي شوي.

د ده په وينا، دا وخت حکومت هېڅ پلان نه لري چې له دغو بلوڅ مشرانو سره تماس و نيسي دا ځکه چې رياست دا خوښه له ځانه سره ساتي چې څه وخت غواړي خبرې وکړي او څه وخت نه وکړي.

البته انوارالحق کاکړ له بيلتونپالو بلوڅ مشرانو سره د خبرو اترو کولو په اړه وايي چې له هغوی سره په مذاکراتو کې ځينې قانوني خنډونه دي او بايد د ښه سوچ او بحث مباحثې وروسته په دې اړه فیصله وشي.

د پاکستان تر جوړېدو راهیسې دا څلورم ځل دی چې په بلوچستان کې پوځي عمليات کېږي او بلوڅان وسله واله مبارزه پيلوي.

له بلوڅ بيلتون پاله مشرانو سره د خبرو اترو په کولو کې ځينې قانوني خنډونه دي او بايد د ښه سوچ او بحث وروسته په دې اړه فیصله وشي. انوارلحق کاکړ

بلوڅ سياسي ګوندونه او د وسله والو ډلو مشران ادعا کوي چې پاکستان په ۱۹۴۸ م کال کې د دوی خپلواک رياست قلات سټېت په زور په ځان کې ګډ کړ او تر هغه وروسته يې د بلوچستان سياسي او اقتصادي استحصال پیل کړی دی.

خو پاکستان بيا وايي چې خان اف قلات د يوه تړون له مخې قلات رياست په پاکستان کې ضم کړی وو.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG