د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عثمان کاکړ د مړینې پلټنه دې قاضي فایز عیسی یا ملګري ملتونه وکړي: پښتونخوا میپ


عثمان کاکړ د جون پر ۱۷ په کور کې بېهوښه موندل شوی وو او د هماغې میاشت پر ۲۱مه ومړ - د ارشیف انځور.
عثمان کاکړ د جون پر ۱۷ په کور کې بېهوښه موندل شوی وو او د هماغې میاشت پر ۲۱مه ومړ - د ارشیف انځور.

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غوښتنه کړې چې د عثمان کاکړ د مړينې د لاملونو معلولو لپاره دې د جسټس قاضي فايز عیسی په مشرۍ د سپریم کورټ او يا د ملګرو ملتونو په کچه پلټنې وشي.

ګوند د جولای پر څلورمه په یوه بيان کې ادعا کړې چې عثمان کاکړ په خپل کور کې د دوی په وينا د "ترهګر بريد" په نتيجه کې وژل شوی دی.

عثمان کاکړ د جون پر ۱۷مه نېټه په کور کې د بې هوشۍ په حالت کې موندل شوی وو او د جون پر ۲۱مه نېټه د کراچۍ په اغا خان هسپتال کې ومړ. د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضیا لانګو په خبرې غونډه کې د هغه مرګ طبعي بللی وو.

پښتونخوا میپ صوبايي عدالتي کمېشن رد کړ

د بلوچستان د اعلا وزير په سپارښتنه بلوچستان های کورټ په دوو ججانو مشتمل کمېشن جوړ کړی چې د عثمان کاکړ د مړينې لاملونه معلوم کړي. خو پښتونخوا ملي عوامي پارټي وايي چې په پاکستان کې د پلټنيزه کمېشنونو تاريخ ناهيلی کوونکې پاتې شوې دې. ګوند وايي چې يوازې د جسټس قاضي فايز عیسی پلټونکي کمېشن د کوټې د اګست اتمې نيټې د وکیلانو د وژنې د پېښې قاتلان په ګوته کړي ول.

د پښتونخوا میپ صوبايي سېکرېټري عبدالرحیم زیارتوال له مشال رېډيو سره په خبرو کې د صوبايي حکومت ټاکلی عدالتي کمېشن رد کړ او ویې ویل چې پر عثمان خان باندې قاتلانه برید شوی دی، د لوړې کچې قضیه ده نو د حکومت ذمه واري جوړېده چې معلومات یې کړي وای خو حکومت دا کار و نه کړ. اوس هم دوی هیله نه لري چې په سمه توګه به پلټنه وکړي.

''پکار دي چې د سپریم کورټ جوډیشل کمېشن یا پاکستان باید ملګرو ملتونو ته خواست وکړي چې هغه کمېشن جوړ کړي، دلته راشي او په ازاده توګه د ټول کېس مطالعه وکړي او یو سم رپورټ وړاندې کړي چې د دې کارونو تر شا څوک دي او چا دا کار کړی دی؟ د دې پر بنياد باندې په راتلونکې کې د داسې پېښو مخنیوی کېدلای شي.''

ولې قاضي عیسی؟

پښتونخوا میپ ولې د قاضي فایز عیسی په مشرۍ د عدالتي کمېشن غوښتنه کوي؟ مشال راډيو چې دا پوښتنه د پاکستان وکیلانو اتحادېې له یوه غړي منیر احمد کاکړ ایډوکیټ څخه وکړه. نو نوموړی وايي، جسټس قاضي فایز عیسی چې تر اوسه د څومره تحقیقاتي کمېشنونو راپور وړاندې کړی دی، په زیاترو کې هغه د حکومت او ادارو کمزوریانې په ګوته کړي دي.

"په ۲۰۱۶ز کال پر اتم اګست چي کومه خونړۍ پېښه د کوټي په سول هسپتال کې له وکیلانو سره وشوه چې پکې د ۵۶ وکیلانو په ګډون ۷۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، پر هغه پېښه جوړ عدالتی کمېشن چې جسټس قاضي فایز عیسی پکې شامل وو، په خپل وړاندې کړي رپورټ کې د امنیتي ادارو نیمګړتیاوې په ګوته کړې وې. په رپورټ کې په صوبه کې د امنیت د خرابېدو، د پولیسو لیویزو او سرحدي عسکرو (ایف سي) ترمینځ د همغږۍ (کوارډینېشن) نه درلودول بیان شوي ول. لکه د بېلګې په توګه د عدالتي کمېشن په رپوټ کې راغلي ول چې د پښین په حرمزیو کې د وسله والو پر وړاندې درې ګټې عملیات روان ول او ختم شول خو د ضلعي انتظامیې مرستې ته سرحدي عسکر پر وخت نه ول ورسېدلي.''

حکومتي دریځ

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني وايي چي صوبايي حکومت د پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مرګ پلټنې په اړه د هر ډول ګام پورته کولو ته چمتو دي خو سپریم کورټ د صوبايي حکومت په اختیار کې نه راځي.

"د صوبايي حکومت اختیار یوازې تر صوبې پورې محدود دی موږ های کورټ ته ولیکل او دوه نومونه مو هم ورولېږل. های کورټ دوه ججان هم ګومارلي دي خو د پښتونخواملي عوامي ګوند غوښتنه له وفاقي حکومت سره تړاو لري، د صوبايي حکومت په اختیار کې چې څه وي هغه ته موږ هر وخت تیار یو."

بل پلو د بلوچستان حکومت له لوري د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مړینې په اړه د صوبايي عدالتي کمېشن له لوري د جولای پر پینځمه نېټه ولس ته خبرتیا ورکول شوې، هر هغه څوک چې د عثمان خان کاکړ د مړینې په اړه معلومات لري، د جولای تر ۱۰مې نېټې پورې د کمېشن سره خپله یا د ضلعي انتظامیې له لارې اړیکه نیولای شي.

د جولای پر لومړۍ نېټه د بلوچستان کورنيو چارو د وزارت له لوري په جاري شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوچستان های کورټ په دوو ججانو جسټس نعیم اختر افغان او جسټس نذیر احمد لانګو باندې مشتمل دوه کسیزه عدالتي کمېشن د عثمان کاکړ د مړینې پېښه پلټي.

د خبرپاڼې له مخه عدالتي کمېشن به په ۳۰ ورځو کې د عثمان خان کاکړ د مړینې په اړه خپل راپور د بلوچستان های کورټ او صوبايي حکومت ته وړاندې کوي.

د عثمان کاکړ مړینه

د جون پر ۲۳مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د عثمان کاکړ د جنازې په مراسمو کې شریکو لسګونه زره کسانو ته په وینا کې ويلي ول چې عثمان خان په ناجوړۍ نه دی مړ، له هغه سره ظلم او جبر شوی دی.

عثمان خان کاکړ د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر ۱۰مه نېټه د پاکستان سېنېټ ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي ول چې ده ته دړکې ورکول کېږي.

''دوی پر موږ د دې لپاره فشار اچوي چې تاسو له جمهوریته په شا شۍ، له قامي حقونو په شا شۍ، پر غیر جمهوري قوتونو سترګې پټې کړۍ، د ایین او پارلېمنټ له سرلوړی په شا شۍ، دا زه نشم کولای بیخي یې نشم کولای، پر دې که ماته، زما بچیو او کورنۍ ته تاوان رسېږي پروا نشته خو دا خبره دې په ډاګه وي چې د دې ذمه واري به د دوو استخباراتي ادارو پر غاړه وي. او دا خبره ځکه پر ریکارډ راوړي چې د مرګ کیسه یې ورکه نه شي."

عثمان کاکړ د جون پر ۱۷مه د کوټې په شهباز ټاون کې له کوره د بېهوښۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوی او بيا يې د جون پر ۲۱مه د کراچۍ په اغا خان روغتون کې ساه ورکړې وه.

محمود خان اڅکزي ويلي ول، "د عثمان خان پېښه بالکل سمه د تشدد او وهلو پېښه ده، ما داسې شواهد ليدلي چې عثمان خان کور ته یو سړی ننوتی او په منټ کې بیرته را وتلی دی او بیا څو کسان نور ور ننوتي دي، ته به یې پل وهې چې څوک ننوتی دی."

عدالتي کمېشن

د بلوچستان صوبې اعلا وزیر جام کمال د جون پر ۲۷مه د عثمان کاکړ د فاتحې لپاره د هغه کور ته ورغلی او هلته يې ویلي ول، "مسلم باغ ته تر راتګ د مخه مې اړوندو چارواکو ته د عدالتي پلټنو (جوډېشل انکوایري کمېشن) لپاره خط لیکلی دی چې هغوی بیا د بلوچستان له های کورټ سره په دې اړه نوره رابطه وکړي. د های کورټ د کمېشن په حواله که تاسو نور څه ویل غواړئ، د بلوچستان حکومت هغه ته او هر ډول مرستې ته تیار دی."

د صوبايي حکومت د عدالتي کمېشن په اړه د جون پر ۲۹مه د بلوچستان های کورټ د رجسټرار له لوري د صوبې د کورنيو چارو وزرات ته یو لیک استولی وو چي د عدالتي کمېشن جوړولو لپاره د ججانو د ټاکني اختیار یوازې د بلوچستان های کورټ له مشر قاضي (چیف جسټس) سره دی.

د بلوچستان های کورټ مشر قاضي جمال مندوخېل د حکومت له لوري د عدالتي کمېشن پر ټاکلو تحفظات څرګند کړي ول او خط یې هم ورته لیکلی وو. په دغه لیک کې بلوچستان های کورټ صوبايي حکومت ته ویلي وو چې په خپل درخواست کې دې بدلون وکړي. په استولي لیک کې ويل شوي وو چې یا خو دې د ججانو کمېشن په اړه خپل لېږلی درخواست واړوي یا دې نوی درخواست ورته ورکړي.

د جون پر ۲۷مه د بلوچستان د داخله چارو وزارت په یو لیکلي خواست کې د صوبې له های کورټه د عثمان خان کاکړ د مرګ د وجوهاتو مالومولو لپاره د جسټس اختر نعیم افغان او جستس ظهرالدین کاکړ باندې مشتمل د یوه دوه کسیزه عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه وکړه.

د عثمان کاکړ پر مرګ په ملک دننه او بهر په لوی شمېر کې خلکو ډېر سخت خپګان وښود او د هغه مړینه د جمهوریت او د پښتنو د سیاسي مبارزې لپاره یوه نه ډکېدونکې تشه بولي.

پخوانی سېنېټر عثمان کاکړ د پاکستان په سېنېټ کې د اپوزېشن د یوه موثره غږ په نامه شهرت لاره.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG