د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د عثمان کاکړ مرګ بلوڅان او پښتانه سره نېږدې کړل'


عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

"د عثمان کاکړ له مرګ سره دا ثابته شوه چې بلوچستان یو دی، مرګ خو شته، خو پر داسې مرګ ویاړو لکه چې څنګه د عثمان لالا دی." دا خبرې د بلوچستان نیشنل پارټۍ د صوبایي اسمبلۍ د غړي ثنا الله بلوڅ دي.

نوموړي د جون پر ۲۲مه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یوه مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مړینې یوې تعزیتي غونډې ته په وینا کې وویل، چې د عثمان کاکړ له مرګ سره د بلوڅو او پښتنو ترمینځ پیدا کړل شوې فاصلې ختمې شوې، او هغه تشه (خلا) ډکه شوه چې په تېرو کالونو کې یې ترمینځ راغلې وه.

د عثمان لالا جنازې ته چې څنګه بلوڅو خپل درناوی وښود، دې د هغه تړون یاد تازه کړ، څنګه چې پخوا د احمد شاه بابا او نصیر خان نوري په دور کې وو
پروفیسر عبدالرازق الفت کاکړ

ر ټولنیزو رسنیو ښکاري چې د جون پر ۲۲ او ۲۳مه د بلوچستان ځینو سیاسي ګوندونو لکه عوامي نیشنل ګوند، نیشنل پارټۍ، بلوچستان نیشنل پارټۍ او د جمعیت علماء اسلام په لوی شمېر کارکنان د کراچۍ – کوټې د لوی سړک یوې بلې غاړې ته ولاړ پر هغه امبولېنس ګلپاشي کوي چې د عثمان کاکړ مړی یې اخیستی وي. د هغه په جنازه کې د بلوچستان د سیاسي مشرانو ترڅنګ د ګڼو سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون وکړ او د خپل ولس لپاره یې د نوموړي هڅې وستایلی.

د بلوچستان د پوسټ ګرېجوېټ سېنټ کالج چې عثمان خان کاکړ هم پکې زده کړې کړي دي، د دغه تعلیمي ادارې یوه پروفیسر عبدالرازق الفت کاکړ د جون پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل عثمان کاکړ د خپلې صوبې د ټولو قامونو ریښتونې نمایندګي کړې ده نو ځکه ورته پښتانه او بلوڅان ټول د عقیدت پیرزوینې وړاندې کوي: ''زما په فکر د عثمان لالا جنازې ته چې څنګه بلوڅو خپل درناوی وښود، دې د هغه تړون یاد تازه کړ، څنګه چې پخوا د احمد شاه بابا او نصیر خان نوري په دور کې وو، دا یو ډېر تاریخي پرمختګ دی، پښتانه او بلوڅان دواړه ځپل شوي او ظلم وهلي قامونه دي، د دوی بقا په دې کې ده چې یوځای شي، زموږ د بچو راتلونکی زموږ له اتفاق سره تړلی دی، دا ټول محکوم قامونه باید د خپلو حقونو لپاره رایوځای شي او واړه واړه اختلافات له مینځه یوسي.''

عثمان خان کاکړ چې د جون پر ۲۱مه یې د کراچۍ په اغا خان روغتون کې سا ورکړه، د جون پر ۲۳مه په مسلم باغ سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

په بلوچستان کې د بلوڅانو پر مسلو کالم لیکونکي او استاد پروفېسر ډاکټر عابد میر د جون پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل بلوڅو چې څنګه د عثمان کاکړ لپاره خپل عقیدت او مینه وښوده دې هغې پخوانی تاریخ راژوندی کړ چې کله د د دغو دواړو قامونو مشرانو د خپلو ولسونو لپاره ګډه مبارزه کړې وه: ''که ډېر لیرې ولاړ شو نو د احمد شاه ابدالي او نصیر خان نوري د زمانې څخه د دواړو قامونو له یو بل سره نېږدوالی پاتې شوی دی، خو که نږدې وختونو ته وګورو نو د پښتون-بلوڅ د جدا کولو او په دوی کې د کرکې اچولو لپاره ډېرې هڅې شوي دي، له بهره هم او له دننه هم، او که موږ عثمان لالا ته ولاړ شو، نو هغه یو داسې شخصیت وو چې نه یوازې د پښتنو او بلوڅانو پر مسلو یې غږ پورته کړی، له دوی سره اوږه په اوږه ولاړ پاتې شوي، بلکې د پاکستان د هر هغه قام او تن پر مسله یې خبرې کړي دي چې د ظلم ښکار شوي دي، عثمان لالا د بلوڅانو او پښتنو ترمینځ د جوړې شوې خلا د ډکولو د سر سړی وو، بل څوک داسې نشته، نو ځکه پر موږ یې زیات قرض وو.''

''عثمان کاکړ مړ نه امر دی''
عابد میر

دا چې د پاکستان تر جوړېدو وروسته د پښتنو او بلوچانو څومره نږدې والی پاتې شوی دی او څنګه یې په ګډه په نږدې تېرو کالونو مبارزه کړې په اړه یې د پېښور پوهنتون یو استاد او د سیاسي چارو پوه پروفېسر ډاکټر دروېش اپرېدی وایي د پښتنو او بلوڅو مشران په تېرو وختونو کې ډېر نږدې پاتې شوي دي او د یو بل پر ستونزو او مسلو خبر دي: ''د نیشنل عوامي پارټۍ (نیپ) په شکل کې چې کوم پښتون بلوڅ او د سیند ملتپاله سیاسي ګوندونه ول حتا د پنجاب هم ځینې مشران پکې شامل ول، دوی د خپلو ولسونو لپاره ګډه مبارزه کړې، بیا وخت په وخت د دوی شریک حکومتونه هم جوړ شوي دي، دوی په ډېرو ځایونو او موقعو د یو بل مرسته کړې. دا د محکومیت او مظلومیت هغه شریک تجربات هم دي چې پښتانه او بلوڅان یې له یو بل سره لري، دوی فکري او جذباتي تړون لري او د یو ګډ دښمن خلاف یې غږ پورته کړی دی او په دغه اړه یې مبارزه لا هم روانه ده.''

عثمان خان کاکړ له ۲۰۱۵ز کاله د ۲۰۲۱ز کال تر مارچ میاشتې پورې د سېنېټ غړی پاتې شوی وو. په دغه دوران نوموړي په خپلو ویناګانو کې د خپلې صوبې د پښتنو او بلوڅانو علاوه د خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او د افغانستان پر حالاتو په ډاګه او سپینې سپینې خبرې کولې او پر ولسي مسلو یې خپل غږ پورته کاوه.

پروفیسر عبدالرازق کاکړ وایي عثمان کاکړ په پارلمان او په خپل سیاسي ژوند کې تل د حق خبره کړې ده: ''عثمان لالا د دې خاورې ریښتونی بچی وو، هغه یوازې د پښتنو او بلوڅو لپاره غږ نه وو پورته کړې بلکې د هر مظلوم اواز جوړ شوی، هغه د قبایلو، خیبر پښتونخوا، افغانستان او ان د پنجاب د هغو ولسونو غږ جوړ شوی دې چې د ظلم ښکار شوي دي او په ښکاره یې د حق نارې وهلې.''

عثمان کاکړ چې په خپل ګوند او ولس کې د عثمان لالا په نامه پېژندل کېدلو، د جون پر ۲۳مه په مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو، بلخوا د هغه د جنازې غایبانه لمونځونه په اسلام اباد خیبر پښتونخوا او افغانستان کې هم شوي دي.

څېړونکی عابد میر وایي له عثمان کاکړ سره ټولو ولسونو او قامونو ځکه هم دومره مینه او عقیدت وښود چې په هغه کې یې خپل عکس لیدلو، د نوموړي په خبره، ''عثمان کاکړ مړ نه امر دی'' یانې د تل لپاره ژوندی دی.

XS
SM
MD
LG