د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان کاکړ په مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو


عثمان کاکړ په مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:14 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان کاکړ مړی د جون پر ۲۳مه په خپل پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي جنازې ته د یوشمېر ګوندونو مخکښو سیاستوالانو په ګډون ګڼ خلک ورغلي ول. عثمان کاکړ د جون پر ۲۱مه د کراچۍ په روغتون کې ومړ. نوموړی د جون پر ۱۷مه په خپل کور کې ژوبل او بېهوښه موندل شوی وو چې تر هغې وروسته یې په کوټه کې ډاکترانو د سر جراحي وکړه. د کاکړ کورنۍ وايي، پر هغه برید شوی وو. تر دې مخکې رپورټونه ول چې نوموړی په کور کې پرېوتی او ژوبل شوی وو. د بلوچستان حکومت د کاکړ مړینه طبعي بولي خو د پوسټ مارټم رپورټ یې لا نه دی خپور شوی. ویډیويي رپورټ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG