د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېکانل - غني لیدنه: بایډن دې له افغانستانه د ځواکونو اېستل وځنډوي


د امریکا په سېنېټ کې د رېپبلېکن ګوند مشر مېچ مېکانل له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د ایستلو د بهیر ځنډولو غوښتنه کړې.

نوموړي د جون پر ۲۴مه له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر لیدو وروسته په بیان کې ویلي چې طالبان د بهرنیو پوځیانو په وتلو زړور شوي او د کلونو لاسته راوړنې او په تېره بیا د ښځو حقونو په برخه کې پرمختګونه له ګواښ سره مخامخوي.

مېکانل ویلي، هیله لري چې ولسمشر بایډن به په افغانستان کې روان حالت او د ترهګرۍ ګواښ ته په کتو د پوځیانو ایستلو عمل وځنډوي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې ټاکل شوې افغان ولسمشر اشرف غني نن په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال جو بایډن سره وګوري.

مېچ مېکانل د جون پر ۲۴مه له افغان ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله سره د لیدو پر مهال
مېچ مېکانل د جون پر ۲۴مه له افغان ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله سره د لیدو پر مهال

غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د جون پر ۲۴مه واشنګټن ته ورسېدل.

د ارګ مرستیال ویاند لطیف محمود بېګا مشال راډیو ته وویل، افغان ولسمشر اشرف غني به له خپل امریکايي سیال سره په اړیکو کې د نوي پړاو د پیل په ګډون پر یو شمېر موضوعاتو لکه د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د نوي پړاو د پیل، د افغان وسله والو ځواکونو د تجهیز، تمویل او ملاتړ د دوام، د اقتصادي او پرمختیايي مسایلو او د دې ترڅنګ د بشري حقونو، د تېرو دوو لسیزو لاسته راړونو او د افغانستان د سولې او جګړې په اړه غږېږي.

سپینه ماڼۍ وايي، بایډن به له دواړو سره په ملاقات کې له افغانستان سره د دوامداره مشارکت یادونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بهیر د پیل راهیسې چې د مې په لومړۍ نیټه پیل شوی د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو پرضد د طالبانو بریدونو زور اخیستی او په تېرو څو اونیو کې یې یوشمېر ولسوالۍ نیولي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لوېد اسټن یوه اوونۍ مخکې د امریکا د سېنېټ د وسله والو ځواکونو د خدماتو کمېټې د اورېدو غونډې ته وویل، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړه وتلو وروسته به د القاعده شبکې او نورو ترهګري ډلې په دوو کلونو کې د دې توان ولري چې امریکا او متحدین یې وګواښي.

بلخوا د امریکا د سېنېټ د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس باب منندز، هم په یو ټویټ کې لیکلي چې له ولسمشر غني او عبدالله سره به وګوري.

هغه ویلي: "د طالبانو وروستیو پوځي پرمختګونو ته په پام د ٰافغان' نجونو او ښځو د ساتنې لپاره په اقداماتو او دا چې امریکا څنګه کولای شي په افغانستان کې د ثبات ملاتړ وکړي، په دې اړه به خبرې وکړو."

په عین حال کې، په کابل کې د امریکا سفارت د جون پر ۲۴مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې واشنګټن به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک مېلې د جون پر ۲۳مه د کانګرس یوې غونډې ته وویل چې د افغانستان وضعیت له نېږدې څاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG