د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښایي له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر ورو شي


په افغاستان کې میشت امریکايي ځواکونه. انځور- ارشیف
په افغاستان کې میشت امریکايي ځواکونه. انځور- ارشیف

د امریکا دفاع وزارت وايي چې د طالبانو وروستیو بریدونو او پرمختګونو ته په پام سره ښايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر کې کموالی راشي.

د پنټاګون ویاند جان کربي د جون پر ۲۱مه ماښام یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستلو برخه کې د ولسمشر جو بایډن ټاکلی مهلت پرځای دی، خو هغه زیاته کړه چې د پوځي ځواکونو د وتلو بهیر حالاتو ته په کتو ښايي واوړي.

کربي زیاته کړه: "که د سرتېرو د وتلو چټکوالی، څرنګوالي یا کچې په ټاکلې ورځ یا اوونۍ کې بدلون ته اړتیا ولیدل شي، نو موږ غواړو چې په دې برخه کې ګنجایش ته ځای پرېږدو."

د پنټاګون ویاند دا څرګندونې د جون پر ۲۱مه وروسته له هغه وکړې چې د افغانستان په شمال کې نېږدې لس ولسوالۍ په دوو ورځو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمینځ لاس په لاس شوې.

کربي زیاته کړه چې د افغانستان وضعیت د بدلون په حال کې دی او دا په داسې حال کې ده چې طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی، د ولسوالیو پر مرکزونو حملې کوي او تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی.

د پینټاګون ویاند زیاته کړه چې پوځي چارواکي روان وضعیت په منظم ډول څاري او له افغانستانه د وتلو په برخه کې پرېکړې به روانو حالاتو ته په پام سره کېږي.

د پینټاګون چارواکو تېره اوونۍ ویلي و چې شااوخوا دوه نیم زره امریکايي سرتېري او شپاړلس زره ټېکه داران (قراردادیان) چې ډېری امریکايي وګړي دي اوس مهال په افغانستان کې دېره دي. د امریکا پوځ په تېره یوه میاشت کې څو مهمې اډې هم افغان ځواکونو ته وسپارلې.

د پینټاګون ویاند زیاته کړه چې امریکايي ځواکونه به له طالبانو سره په جګړه کې د افغان پوځ ملاتړ ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې په افغانستان کې امکانات لري.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG