د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په راروانو حالاتو خبرې شوي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د روانې وضعې په اړه بحث وشو.

د جون پر ۲۲مه دې بحث کې له لومړنیو ویناوالو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وه چې ویل یې له مې میاشتې راهیسې له ۵۰ زیاتې ولسوالۍ طالبانو نیولې دي.

طالب وسله‌والو په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په شمال کې د بریدونو یوه نوې لړۍ پیل کړې او د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم‌ یې مخه له جنوبه چې اصلي سنګرونه‌ یې په‌ کې ول، شمال ته کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د جنرل سېکرېټري ځانګړې استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل: "د مې میاشتې له پيل راهیسې د افغانستان له ۳۷۰ ولسوالیو څخه تر ۵۰ زیاتې یې سقوط شوې دي. ډېری ولسوالۍ چې نیول شوې دي، د ولایتي مرکزونو شاوخوا پرتې دي. دا په دې معنی چې طالبان غواړي دا مرکزونه وروسته له هغه ونیسي چې بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه ووځي."

د چارواکو په وینا، په دې وروستیو ورځو کې د شمالي ولایت فاریاب، بلخ او کندز ولایتونو د درېیو ولایتي مرکزونو په شاوخوا کې د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

جنګونو وروسته تر هغه زور واخیست چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ۲۰ کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د عسکرو د ایستلو اعلان وکړ او تمه ده دا لړۍ د سپټمبر تر ۱۱مې بشپړه کړي.

سره له دې چې د جنګونو د درېدو لپاره د کال په پیل کې هیلې زیاتې وې، خو د عسکرو د وتلو له بهیر سره هم‌ مهاله دا هیلې کمرنګه شوې.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز وویل د خبرو تر مېزه د جګړې ډګر ډېر تود دی او زیاتوي، که افغان مشران یووالی ونه‌کړي ښايي د طالبانو پرمختګ لا پسې شرایط کړکېچن کړي.

لاینز زیاتوي: "د جګړې په ډګر کې فعالیت د مذاکراتو د مېز په پرتله ډېر زیات دی. په دې مهم وخت کې افغانان او په کابل کې بهرني ډیپلوماټان د افغانستان د سیاستوالو ترمنځ د سیاسي یووالي د نشتوالي له کبله اندېښمن دي. په ځينو برخو کې حکومت ځګه پاته راغلی چې سیاست تر حکومتوالۍ مخکې و. د یووالي نشتوالي ته باید پام وشي کنه خطر شته چې طالبان نورې ځمکې هم لاندې کړي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د امنیت شورا څخه وغوښتل ترڅو ټول هغه څه ترسره کړي چې طالبان د خبرو مېز ته راوکاږي.

طالبانو د افغانستان په شمال کې لږ تر لږه وروستۍ دوه ورځې د ۱۰ ولسوالیو د سقوط خبره کړې. د مزار تر دروازو یې ځانونه رسولي او اخوا یې شېر خان بندر چې د افغانستان او تاجکستان په پوله کې پروت دی، هم نیولی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د دې ډلې مشرتابه له جنګیالیو غوښتي چې د مزار شریف دروازې ته له رسېدو وروسته بیرته راستانه شي ځکه چې د دوی مشرتابه نه‌ غواړي د بهرنیانو تر وتلو مخکې ولایتونه ونیسي.

امریکا د مې په لومړۍ نېټه د عسکرو ایستل پیل کړي او ځینې اډې یې افغان حکومت ته سپارلې دي چې وروسته‌ یې ځینې سیمې طالبانو ته پرته له جګړې ورکړي.

حکومت مني چې طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولي او امنیتي ځواکونو "تاکتیکي شاتګ" کړی دی.

دفاع وزارت بیا وایي چې د طالبانو د ځپلو لپاره د دوی سخت عملیات روان دي او د لسګونه طالبانو په وژلو سره‌ یې له هغوی ځینې سیمې بېرته نېولې دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG