د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني او عبدالله عبدالله امریکا ته ځي


افغان ولسمشر غني او د روغې جوړې ملي شورا مشر عبدالله د جون پر ۲۵مه واشنګټن ته ځي - انځور له ارشیفه
افغان ولسمشر غني او د روغې جوړې ملي شورا مشر عبدالله د جون پر ۲۵مه واشنګټن ته ځي - انځور له ارشیفه

سپېنه ماڼۍ وايي، امریکايي ولسمشر جو بایډن به د جون پر ۲۵مه د خپل افغان سیال محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله کوربه وي.

د جون پر ۲۰مه د سپينې ماڼۍ په بیان کې راغلي چې واشنګټن ته د افغان لوړپوړو چارواکو سفر به پر داسې وخت د امریکا او افغانستان ترمنځ د "دوامداره مشارکت" ښکارندويي وکړي چې له هغه هېواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو سلسله روانه ده.

په اعلامیه کې راغلي چې امریکا د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده چې هغه هېواد بیا هېڅکله د هغو ترهګرو پر پټنځای بدل نه شي چې امریکا ګواښي.

سپینې ماڼۍ له افغانانو سره د خپلو ډېپلوماټیکو، اقتصادي او بشري همکاریو ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی چې افغانان باید د جګړې د ختمولو په هدف "بامفهومه خبرې" وکړي.

امریکا ویلي، د سولې د روان بهیر "بشپړ ملاتړ" ته به دوام ورکړي.

افغان ولسمشر او د روغې جوړې د ملي شورا رییس پر داسې مهال امریکا ته ځي چې په مې میاشت کې د بهرنیو پوځیانو د وتلو له پيل سره هممهاله په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او په تېرو شاوخوا درو میاشتو کې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ په شاوخوا ۳۰ ولسوالیو کې د سختو نښتو خبرونه خپاره شوي.

سیمه‌ ییزو چارواکو ویلي، یوازې په تېر یوه اوونۍ کې په تخار، فاریاب، جوزجان، سمنګان، فراه او پکتیا کې لږ تر لږه شپږ نورې ولسوالۍ د وسله‌ والو طالبانو لاس ته لوېدلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG