د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې خلکو ته ځايي جوړ واکسین لګول پیل


د کورونا پاکستانی واکسین
د کورونا پاکستانی واکسین

د خيبر پښتونخوا د صحت محمکه وايي چې خلکو ته يې په مقامي کچه جوړ د پاک وېک په نامه د کورونا واکسینو لګولو بهیر پیل کړی دی.

د جون پر ۱۸مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د خيبر پښتونخوا د صحت د محکمې ډايريکټر جنرل ډاکټر نیاز محمد وويل چې له مرکزه ورته پینځه زره خوراکه واکسین ورکړل شوي دي او د صوبې د بېلا بېلو ضلعو صحت محکمو ته يې مقرره مقدار کې حواله کړي دي.

نوموړی وايي، دا د صحت مرکزي ادارو منظور کړی دی او د صحت قامي ادارې جوړ کړی دی.

د خيبر پښتونخوا د صحت د محکمې په خبره تر دا مهاله ۲۷۰ کسانو ته د پاک وېک واکسین لګول شوي دي.

تر دې مخکې په صوبه کې خلکو ته د ساينو فارم، ساينو ويک، استرازينيکا ، کانسینو او د فايزر کمپنۍ واکسین هم لګول شوی دی. د کورونا د دغه واکسینو دوه دوه خوراکه ورکول کېږي. څه موده مخکې پر ټولنيزو پاڼو او رسنیو داسې خبرونه خپاره شوي ول چې ګنې د کورونا واکسین د صحت لپاره مضر دي خو د خیبر پښتونخوا د صحت چارو اېکېډمۍ مرستیال ډایرېکټر ډاکټر محمد شهریار د جون پر ۱۸مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې ټوله کورنۍ يې واکسین شوې ده او هېڅ بده اغیزه يې نشته.

دی وايي، پرځای د دې چې کورونا دې ووهي ښه ده چې واکسین ولګول شي. بله دا چې دا یوه قامي ذمه واري هم ده او د صحت ژغورنه هم ده.

که یو خوا په خیبر پښتونخوا کې د واکسین لګولو بهیر روان دی خو بلخوا له بېلا بېلو سیمو نه د کورونا واکسین نشتوالي راپورونه دي.

که څه هم د صوبې د صحت محکمې ډايريکټر جنرل ډاکتر نیاز محمد د واکسینو د کمي خبره مني خو زیاتوي چې په ټول پاکستان کې د واکسینو کمښت دی.

دی وايي، وفاقي حکومت ورته ويلي ول چې صوبې ته به واکسین ورکول کېږي ځکه چې د رسد ذمه واري د وفاقي حکومت ده.

ډاکتر نیاز محمد مشال رېډیو ته دا هم وویل، چې د کمي لویه وجه د پروازونو ځنډېدنه ده.

دی وايي چې د جون پر ۲۰مه به پروازونه راځي او د ۲۱م جون په ماښام به صوبې ته کورونا واکسین ورکړل شي.

د ده په خبره نيشنل کمانډ سنټر وايي چې د جون له ۲۱مې پس به د کورونا واکسینو کمښت نه وي ځکه چې پر ۲۰م جون به د واکسین ۱۵ لکه خورکه راشي او بیا به بله اوونۍ ۲۵ لکه خوراکه راځي.

ده وویل چې په راتلونکیو شپږو میاشتو کې به تر ۱۸ کلونو زیات عمر لرونکیو نږدې یو کروړ او ۹۱ لکو کسانو ته د واکسینونو ورکولو هدف دی.

ډاکټر نیاز زیاتوي چې تر دا مهاله د خیبر پښتونخوا ۱۵ لکو کسانو ته د کورونا واکسین ورکول شوي دي.

XS
SM
MD
LG