د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند د کووېډ-۱۹ واکسینو له کمښت سره مخامخ دی


د پاکستان حکومت درې چینايي واکسینونه، د روسیې سپوتنیک وي او د برتانیې استرازېنېکا وګړو ته ورکوي - انځور له ارشیفه
د پاکستان حکومت درې چینايي واکسینونه، د روسیې سپوتنیک وي او د برتانیې استرازېنېکا وګړو ته ورکوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان د سیند صوبې یو شمېر ښارونه د کووېډ-۱۹ د واکسینو له کمي سره مخامخ شوي دي.

د سیند اعلا وزیر مراد علي شاه د جون پر ۱۶مه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې وفاقي حکومت د واکسینو کموالي ذمه وار دی.

وفاقي حکومت په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل چې اسلام اباد له چین او روسیې څخه د واکسینو په درامد کې مشکل لري.

د کراچۍ په اېکسپو د واکسینو ورکولو په مرکز کې د ښار یوه اوسېدونکي عبدالله مشال راډیو ته وویل، یوازې هلته نه بلکې د ښار په نورو مرکزونو کې هم چینايي واکسین کم شوي او "خلک د لومړۍ او دویمې ستنې په لګولو کې له ستونزو سره مخامخ دي."

یو خوا وفاقي حکومت موږ ته د واکسینو اخیستو اجازه نه راکوي او بل اوس خپله هم واکسین نشي پوره کولای.
مراد علي شاه

د سیند اعلا وزیر مراد علي شاه خبري غونډې ته وویل، له دوو ورځو راهیسې د سیند په "ډېرو ښارونو کې خلکو ته چینايي واکسین نه رسېږي."

د پاکستان حکومت درې چینايي واکسینونه (سینوفارم، کینسینو او سینو ویک)، د روسیې سپوتنیک وي او د برتانیې استرازېنېکا منظور کړي او وګړو ته یې ورکوي.

شاه وویل، د واکسینو پوره کول د "وفاقي حکومت ذمه واري ده. یو خوا وفاقي حکومت موږ ته د واکسینو اخیستو اجازه نه راکوي او بل اوس خپله هم واکسین نشي پوره کولای. خو وفاقي حکومت موږ ته ویلي چې د واکسینو رسولو په اړه اندېښنه مه کوئ، د خلکو واکسینول زیات کړئ."

د پاکستان وفاقي حکومت رسماً د کووېډ-۱۹ واکسینو کمښت په اړه څه نه دي ویلي خو د جون پر ۱۶مه یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د واکسینو د نویو قراردادونو په لړ کې ستونزې لري.

د ده په خبره، وفاقي حکومت د واکسینو د اخیستو دنده د روغتیا له وزارته د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (نیشنل ډېزازسټر مینېجمنېټ اتارټۍ یا اېن ډي اېم اې) ته سپارلې چې له وجې یې اسلام اباد له چین او نورو هېوادونو څخه د واکسینو درامد په موافقو (قراردادونو) کې له مشکلاتو سره مخامخ شوی دی.

تر دې مخکې په مې میاشت کې هم په پاکستان کې د واکسینو د کمي خبرونه خپاره شوي ول خو د روغتیايي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار هغه رپورټونه رد کړل او د مې پر ۱۸مه یې په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې خلکو ته یې د واکسینو دوم خوراک ورکولو په اړه مناسب ګامونه پورته کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د ټولو وګړو د واکسینولو هڅې کوي.

د کووېډ-۱۹ وبا د څار او کنټرول ملي مرکز (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا اېن سي او سي) د جون پر ۱۶مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې تر اوسه په هېواد کې ۳،۱۰۷،۶۷۱ کسان په بشپړ ډول واکسین شوي او ۶،۲۰۱،۲۱۹ کسانو ته د واکسینو یوه ستن لګول شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG