د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له کورونا وایرسه د وژل شویو شمېر۲۱،۶۸۹ ته ورسېد


خپلوان له کورونا وایرسه د مړ شوي تن جسد وړي - د ارشیف انځور.
خپلوان له کورونا وایرسه د مړ شوي تن جسد وړي - د ارشیف انځور.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ګېنټو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې ۵۶ کسان مړه شوي. له دې سره له کورونا وايرسه د مړو شویو شمېر ۲۱،۶۸۹ ته ورسېد.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي وېبپاڼې ترمخه، د جون ۱۳مې پورې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر ۹۴۱،۱۷۰ ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې په تېر يو شواروز کې د کورونا وايرس ۱،۲۳۹ کېسونه مخې ته راغلي دي.

خو له کووېډ-۱۹ ناورغۍ ۸۷۷،۱۹۱ کسان بېرته رغېدلي هم دي. دا وخت په پاکستان کې د کورونا وايرس فعالو کېسونو شمېره له ۴۲،۰۰۰ زياته ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ واکسين د ورکولو بهير روان دي. د کورونا وايرس د څار قامي ادارې (اين سي او سي) د جون په ۱۲مه پر ټوېټر ليکلي چې تر اوسه پورې له يو کروړ او شپږ لکو څخه زیات کسان واکسین شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG