د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا کمه شوې خو احتیاط لازمي دی: پاکستاني چارواکي


ډاکټران وايي، خلک دې د کورونا وایرس واکسین خامخا وکړي.
ډاکټران وايي، خلک دې د کورونا وایرس واکسین خامخا وکړي.

د خیبر پښتونخوا په روغتونونو کې د کورونا ناروغانو شمېره مخ په کمېدو ده خو د صحت محکمې چارواکي او ډاکټران وايي، خلک دې د احتیاط لمنه نه پرېږدي.

د صوبې د تر ټولو لوی روغتون لېډي ریډنګ روغتون ویاند ډاکټر محمد عاصم د جون پر پينځمه مشال راډیو ته وویل، له هغوی سره تېره میاشت د کورونا ۴۷۰ کسان داخل شوي وو چې اوس دغه شمېره ۱۳۳ ته کوزه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزارت چارواکي وايي، دا چې په نړۍ کې د کورونا نوې خطرناکې بڼې مخې ته راغلي، نو ځايي خلک دې د کورونا وایرس د پېښو د کمېدو باوجود پر طبي سپارښتنو د پخوا په شان عمل جاري ساتي.

په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس د څار ادارې مشر ډاکټر اکرام الله د جون پر پينځمه نېټه مشال راډیو ته وویل، په پېښور کې یو کس کې د کورونا هندۍ بڼه موندل شوې ده هغه وړاندې وايي:

"دا تن له خلیجي هیواده پاکستان ته راغلی و. کله مو چې تشخیص کړه چې ورته د کورونا هندۍ بڼه لګېدلې نو نه یوازې هغه بلکې د هغه ټوله کورنۍ مو هم قرنطين کړله. اوس د دغه کس حالت له خطرې بهر دی."

نوموړی وايي، که څه هم په پاکستان کې اوس د کورونا پېښې مخ په کمېدو دي خو دا چې نړیوالې الوتنې کېږي او خلک له نورو ملکونو پاکستان ته سفر کوي نو دا وېره هر وخت موجوده وي چې حالات به بیا خراب شي نو خلکو ته پکار ده چې احتیاط وکړي.

بلوچستان کې افغان کډوالو ته د کووېډ-۱۹ واکسین ورکول پیل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:39 0:00

د خیبر پښتونخوا د چارواکو په وینا په دوو نورو مریضانو کې د کورونا جنوبي افریقایي بڼه موندل شوې ده.
د پېښور په نشتراباد کې د کورونا وایرس د روغتون یو ډاکټر سجاد یوسفزي د جون پر پينځمه مشال راډیو ته وویل، خلکو ته پکار ده چې کورونا واکسینونه وکړي.

بل پلو حکومت دې ته په کتو سره چې په ملک کې د کورونا درېیمه څپه کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېره په کمېدو ده، د جون له اوومې نېټې په مرحله واره توګه د تعلیمي ادارو د بیا پرانېستو فیصله کړې ده. همدا رنګه اټکل کېږي چې تجارتي او کاروباري هلو ځلو ته به هم زر اجازه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG