د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د ناامنیو په مخنیوي د پاتې راتګ تور رد کړ


د فبرورۍ پر ۱۷مه په کوټه کې د ځانمرګي برید د کیمرې له فلمه اخیستی انځور
د فبرورۍ پر ۱۷مه په کوټه کې د ځانمرګي برید د کیمرې له فلمه اخیستی انځور

کوټه - د بلوچستان حکومت د اپوزیشن ګوندونو دا تور رد کړی چې ګواکې د وسله والو خلاف په اقداماتو کې د پاتې راتګ له وجې ناامني په زیاتېدو ده.

د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو وايي، امنیتي ځواکونو د صوبې په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو ډلو شبکو ضد عملیات کړي.

خو د اپوزیشن سیاستوالانو پر داسې وخت پر حکومت د ناامنیو په مخنیوي کې د پاتې راتګ تور پورې کړی چې د فبرورۍ ۱۸مې شپې مهال په تربت کې په وسله وال برید کې پېنځه اېف سي سرتېري ووژل شول.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۷مه په کوټه کې په ځانمرګې حمله کې اووه کسان ووژل او ۲۵ ژوبل شول.​

د روان کال (۲۰۱۹ز) په لومړۍ شاوخوا یوه نیمه میاشت کې یوازې په کوټه کې وسله والو بریدونو ۲۵ کسان وژلي او شاوخوا ۵۶ یې ژوبل کړي دي.

دا ترهګري کوي څوک، د دې شا ته څوک ولاړ دي او څنګه ترهګر واقعه وکړي او څوک نه ګرفتارېږي.
نصرالله زېری

په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازي نصرالله زېري د فبرورۍ پر ۱۸مه مشال راډيو ته وویل چې له حکومته یې غوښتي چې د واقعیت یا حقایقو موندلو کمېشن دې جوړ کړي چې معلومه کړي په ترهګرۍ کې څوک لاس لري:د روان کال (۲۰۱۹ز) په لومړۍ شاوخوا یوه نیمه میاشت کې یوازې په کوټه کې وسله والو بریدونو ۲۵ کسان وژلي او شاوخوا ۵۶ یې ژوبل کړي دي.

"په چمن کې د ترهګرۍ واقعات وشول، په پښین کې وشول، بیا په کلا سیف الله، په بوري کې، په سنځاوۍ کې، په کوټه کې او په هرنايي کې [پېښې شوي.] د ملک واکدارانو د دې ترهګرو خلاف تر اوسه یو قسم [ګام هم] نه دی اخیستی. په تېر پارلېمان (۲۰۱۵ز کال) کې د [ترهګرۍ ضد] نیشنل اېکشن پلان جوړ شو او د ترهګرو خلاف به کارروايي کېده خو تر اوسه پورې نه ده شوې. موږ غوښتنه کړې چې [حکومت] دې یو [واقعیت موندونکی کمېشن] جوړ کړي، هغه دې معلومه کړي چې دا ترهګري کوي څوک، د دې شا ته څوک ولاړ دي او څنګه ترهګر واقعه وکړي او څوک نه ګرفتارېږي."

موږ ګڼ ځانمرګي بریدګر وژلي یا نیولي دي.
ضیاالله لانګو

د جمیعت علمای اسلام (ف) سیاستوال او پخواني سېنېټر حافظ حمدالله هم د زېري خبرې تکرار کړې او ویې ویل چې په بلوچستان کې داسې صورتحال جوړ شوی چې خلک له پېنځو ورځنیو فرض لمنځونو سره شپږم لمونځ د جنازې کوي:

"بس دا اورو چې په فلاني ځای کې د امنیتي ځواکونو او مسلح [ډلو] جنګ، د فایرنګ تبادله شوې چې پکې دومره دهشتګردان مړه شول او دا چې دا د کوټې د ۲۰۱۶ز کال د اتم اګست [په هغه برید کې] ملوث ول چې وکیلان پکې مړه شول یا په فلانۍ [چاودنه] کې ملوث ول. نور نور چا ته [هېڅ] نه معلومېږي، توره، تیاره ده. په دنیا کې مسلمانان پېنځه لمنځونه کوي خو په بلوچستان کې خلک شپږ لمنځونه کوي. پېنځه هغه لمنځونه دي چې سهار و ماسپښین، مازیګر و ماښام او ماخوستن او شپږم لمونځ د جنازې دی."

د بلوچستان نیشنل پارټۍ مېنګل ډلې سیاستوال او د اسمبلۍ غړي ثناالله بلوڅ ته په صوبه کې د ناامنیو د زیاتېدو اثار ښکاري.

په دنیا کې مسلمانان پېنځه لمنځونه کوي خو په بلوچستان کې خلک شپږ لمنځونه کوي.
حافظ حمدالله

د ده په وینا، "د بلوچستان حکومت هېڅکله" پر ترهګرۍ "سنجیده" بحث نه دی کړی.

ثنا بلوڅ زیاتوي، په ۲۰۰۱ز او ۲۰۰۲ کې کمې پېښې وشوې خو حکومت یوه "ښه پالیسي جوړه نه کړه. بیا له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۶ز پورې په دې پېښو کې زرګونه خلک ووژل شول. زما خپله تجزیه دا ده" چې د ترهګرۍ د پېښو "ټرېنډ (رجحان) بیا شروع کېږي" چې یو لامل یې د بلوچستان د حکومت "لویه نااهلي" او بل امنیتي "اېسټېبلېشمنټ هم دا موضوع له پامه غورځولې."

خو د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیاالله لانګو د فبرورۍ ۱۹مې پر ماښام له مشال راډيو سره په خبرو کې د اپوزیشن د سیاستوالانو تورونه رد کړل او د وسله والو ضد حکومتي هڅې یې بریالۍ وبللې:

"هغه پولیس او لېویز ځواک چې پخوا د هېڅ کار نه وو، نن چې هغوی هر ځای عملیاتو ته بوځې، کوي یې. بل زه هر وخت وایم چې هند [په ناامنیو کې] لاس لري او میلیونونه ډالر لګوي. د بلوچستان سرحد خورا اوږد دی، هره ورځ ورباندې زرګونه کسان تګ راتګ کوي. هلته افغانستان [هند ته] خپله خاوره د استعمالېدو لپاره ورکړې. زموږ امنیتي ادارې ټولې خبرې نه په ډاګه کوي خو موږ ګڼ ځانمرګي بریدګر وژلي یا نیولي دي."

نوي دلي او کابل تل په پاکستان کې د ترهګرۍ او وسله والو ته د افغانستان د خاورې د استعمال اجازې تورونه رد کړي او اسلام اباد یې د وسله والو په ملاتړ تورن کړی خو پاکستان یې نه مني.

لانګو زیاته کړه چې د بلوچستان حکومت اسلام اباد ته د نیشنل اېکشن پلان په اړه سپارښتنې کړې دي او دا چې د ترهګرۍ ضد کړنلار پر بېلا بېلو نکاتو عمل کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG