د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې، ګوادر او لسبېلې لیویزو واک پولیسو ته وسپارل شو


دا د تورو جامو کسان د لیویز ځواک سرتېري دي چې د بلوچستان په کلیوالو سیمو کې یې امنیتي چارې ترغاړه دي.
دا د تورو جامو کسان د لیویز ځواک سرتېري دي چې د بلوچستان په کلیوالو سیمو کې یې امنیتي چارې ترغاړه دي.

د بلوچستان حکومت په صوبه کې دامنیت د ټینګولو په نامه د صوبې په درېوو ضلعو کې د لیویزو چارې پولیسو ته سپارلې دي.

د صوبې کورنيو چارو وزارت یې د دسمبر پر ۱۷مه نېټه په یوه خپره کړې اعلامیه (نوټیفیکیشن) کې ویلي چې د کوټې، لسبېلې او ګوادر لیویزو واک او اختیار یې پولیسو ته سپارلی چې په دې سره په دغه درېوو ضلعو کې کليوالې سیمې (بي اېریا) په ښاري سیمو (اې اېریا) واړول شوې. د اعلامیې له مخې د دغو سیمو لیویز به اوس د پولیس تر چتر لاندې کار کوي.

د بلوچستان حکومت اپوزېشن پر نوي سرکاري نوټیفیکشن سخت غبرګون ښودلی او وايي چې له دې سره به په یاد درېوو واړو ضلعو کې ناامني نوره زیاته شي.

له کوټې د صوبايي اسمبلۍ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ منتخب غړي نصرالله زېري له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، ''له کله چې په صوبه او مرکز کې سلېکټېډ حکومت راغلی دی. نو پر هغه استعماري منصوبو یې کار پیل کړی دی چې د جنرل مشرف د حکومت په وخت کې یې رامنځ ته کړې وې. په کوټه، لسبېله او ګوادر کې یې بیا لیویز فورس ختم کړ دی. موږ د دې په سخته سره غندنه کوو، ځکه چې د صوبې ۹۰ فیصد علاقه دا مهال د لیویز په کنټرول کې ده او ډېره لږه یې د پولیسو په واک کې ده. نو تاس وګوری چې جرمونه د پولیس تر ولکې لاندې سیمو کې ډېر دي که د لیویز په هغو کې. په اې ایریا کې زیات جرمونه کېږي. او د دې په مقابل کې د لیویز په سیمو کې ډېر کم دي او بل دا چي د لیویزو په مقابل کې د پولیسو کلنۍ بجټ هم ډېر زیات دی.''

بلخوا د بلوچستان نیشنل پارټۍ مرستیال مشر ملک عبدالولي کاکړ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، ''د اوسنۍ حکومتي پرېکړې به پر هر ډګر (فورم) مخالفت کوي. نوموړي په خپلو څرګندونو کې په دعوې سره وویل کله چې یو حکومت خپله ناوړه اجنډه سر ته رسوي نو هلته بیا دوی لیویز له اختیاره باسي او واک یې پولیسو ته سپاري ځکه چې پولیس د ده په خبره د حکومتي ګټو او سازشونو مرکز دی.''

خو د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني د نوټیفیکشن ملاتړ وکړ خو زیاته یې کړه په اړه یې زیات معلومات نه لري چې معلومات ترلاسه کړي له هغه وروسته بې یې له رسنیو سره شریک کړي.

بلخوا ډېری کارپوهان هخ پر دې نظر دي چې د بلوچستان اکثریت ولس او ډېری سیاسي ګوندونه دې ته تیار نه دي چې د لیویزو واک او اختیار دې پولیسو ته وسپارل شي.

په کوټه کې د ډان نیوز نامتو خبریال سید علي شاه وايي، ''لیویز د بلوچستان یو داسې امینتي ځواک (فورس) دی چې د صوبې په صورتحال باندې خبر دي ځکه چې د بلوچستان یوه قبایلي ټولنه ده او انګریز یوه نیمه پېړۍ مخکې دا فورس د دې لپاره جوړ کړی وو چې دلته د بیلا بیلو قبیلو خلک اوسېدل او هغه یې په خپله طریقه باندې ډیل کول خو اوس ۱۵۰ کاله ورسره حکومت چې کوم ګامونه اخلي او د لیویز پرځای پولیس راولي نو د بلوچستان ولس او سیاسي ګوندونه او قبایل د دې فیصلې خلاف دي. پکار ده حکمرانان او موجوده حکومت چې کله دغه ډول فیصلې کوي نو د دې صوبې قبایلي او سیاسي مشران باید په اعتماد کې واخلي.''

دا وخت په بلوچستان کې لیویز د کوټي په ګډون د صوبې په نورو ضلعو کې د ډپټي کمشنرانو تر کنټرول لاندې کار کوي.

د بلوچستان حکومت په ۲۰۱۹ز کال و سیند صوبې ته څېرمه د نصیر آباد او جعفر آباد ضلعو کې لیویز د پولیسو تر کنټرول لاندې راوستی دی.

د لیویزو چارې په پولیسو اړولو بهیر په لومړي ځل د پخواني پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې په ۲۰۰۵ ز کال مرکزي حکومت نه یوازي په بلوچستان کې بي ایریا ختم کړې او ټوله لیویز یې په پولیس کې ضم کړی وو بلکه د لیویزو د تربیت لپاره یې و صوبې ته ۸ ارب روپۍ هم ورکړې وې.

هغه مهال ه سیاسي ګوندونو سخت غبرګون ښودلی وو او وروسته چې په مرکز کې د پیپلز پارټي حکومت جوړ شو نو د بلوچستان پخواني اعلا وزیر نواب اسلم ریساڼي په ۲۰۰۸ ز کال نه یوازي ښاري او کیلوالې سیمې یانې (اې او بي ایریا) بیرته سره جلا کړې بلکې له پولیسو څخه یې د لیویزو واک واختیار هم بیرته واخیست او ضلعي ډپټي کمشرانو ته یې وسپارلی.

XS
SM
MD
LG