د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سرکاري ملازمینو د تنخا نه زیاتېدو په صورت کې د احتجاج ګواښ وکړ


په لاهور کې هم سرکاري ملازمينو د تنخا زیاتېدو لپاره مظاهره کړې ده
په لاهور کې هم سرکاري ملازمينو د تنخا زیاتېدو لپاره مظاهره کړې ده

په خیبر پښتونخوا کې سرکاري ملازمان وايي، که حکومت په راتلونکي بجټ کې د دوی د تنخاګانو زیاتولو وعده پوره نه کړه نو یو ځل بیا به احتجاجونه پیل کړي.

دوی دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال په بودیجه کې د سرکاري ملازمانو په تنخاګانو کې د ۱۰ فيصده زیاتوالي اعلان کړی دی.

د سرکاري کارکوونکو د اتحادیې، پاکستان ورکرز فیډرېشن مشر شوکت انجم د جون پر ۱۲مه مشال رېډیو ته وویل چې د مې پر ۲۶مه ورسره د خیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان په تنخاګانو کې د ۲۵ فیصده اضافې ژمنه کړې وه خو تر اوسه سرکاري دفترونو ته رسمي امر یا نوټيفيکېشن نه دې ترلاسه شوی. "موږ د ۱۰ فيصد تنخا زیاتېدل رد کړي ځکه چې په ګرانۍ کې ۱۰۰ في صده اضافه شوې ده. حکومت ګرانۍ ته په کتو په تنخاګانو کې د زیاتوالي ژمنه کړې وه، خو هغه یې پوره نه کړه."

د خیبر پښتونخوا سرکاري ملازمینو د یو شان مهارت لرونکو ترمنځ په تنخاګانو کې د فرق ختمولو او په تنخا کې د اضافې لپاره د مې پر ۲۷مه د صوبايي اسمبلۍ مخې ته د احتجاج کولو ویلي ول خو بیا د مې پر ۲۶مه وزیر اعلا اعلان وکړ چې د هغوی په تنخاګانو کې د ۲۵ فيصده د زیاتوالي غوښتنه مني.

د پاکستان اېسټېبلیشمنټ ډېویژن له ووبپاڼې سره سم، له ۲۰۱۸ز کال څخه تر ۲۰۱۹ز کاله له دوی سره په وفاقي ادارو کې د سرکاري ملازمانو شمېر ۵۸۱،۷۵۵ ثبت ده.

د خیبر پښتونخوا د ایکسایز او ټیکسېشن (د مالیو او محصولاتو) ادارې لپاره د وزیر اعلا سلاکار خلیق الرحمان مشال رېډیو ته وویل چې د جون پر ۱۵مه به د صوبايي کابینې په غونډه کې پر راتلونکې بودیجه بحث کېږي او حکومت به خپلو وسایلو ته په کتو، د سرکاري ملازمانو مسلې هواروي.

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي ول چې په جون کې به د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بودیجه وړاندې کوي خو تر اوسه یې په دې اړه د صوبايي اسمبلۍ د غونډې نېټه نه ده اعلان کړې.

XS
SM
MD
LG