د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر د سرکاري کارکوونکو د تنخاګانو لوړولو اعلان وکړ


محمود خان وايي، تنخاګانې به د جون له لومړۍ نېټې څخه زیاتې شي - د ارشیف انځور.
محمود خان وايي، تنخاګانې به د جون له لومړۍ نېټې څخه زیاتې شي - د ارشیف انځور.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د صوبې د حکومتي کارکوونکو په تنخاګانو کې د ۲۵ فیصده اضافې اعلان کړی دی.

اعلا وزیر د مې پر ۲۶مه د دولتي ټېلېوېژن او رېډیو له لارې خبري غونډې ته وویل، د سرکاري ملازمانو تنخاګانې به د جون له لومړۍ نېټې څخه زیاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتي کارکوونکو د تنخاګانو نه زیاتېدو له وجې د مې پر ۲۷مه د احتجاج اعلان کړی وو چې د حکومت تر پرېکړې وروسته یې ختم کړ.

محمود خان زیاته کړه چې تنخاګانې پر داسې وخت زیاتوي چې صوبه لا هم له مالي مشکلاتو سره مخامخ ده.

له تېر شاوخوا یو کال راهیسې حکومتي کارکوونکو په بیا بیا په پاکستان کې د ګرانۍ کچ ته په کتو په تنخاګانو کې د ۲۵ فیصده اضافې غوښتنه کوله او د دې لپاره یې احتجاجونه او لاریونونه هم کړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د اکاونټنټ جنرل د ووبپاڼې د ۲۰۱۸ز کال له شمېرو سره سم، په ټوله صوبه کې شاوخوا ۴۱۷،۰۰۰ کسان په حکومتي ادارو کې کار کوي.

د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۲۱ز په فبرورۍ کې په اسلام اباد کې د سرکاري ملازمانو تر احتجاجي ناستې وروسته د اسلام اباد په ګډون د څلور واړه صوبو د حکومتي کارکوونکو په تنخاګانو کې د ۲۵ فیصده اضافې اعلان کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG