د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزير ضمانت لپاره سپريم کورټ کې درخواست جمع کړل شو


د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړ‎ی علي وزير
د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړ‎ی علي وزير

د پښتون ژغورنې غورځنگ د مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړ‎ي، علي وزير د ضمانت لپاره، په پاکستان سپريم کورټ کې درخواست جمع کړل شوی دی.

د علي وزير مدافع وکيلانو قادر خان ايډووکيټ او صلاح الدين ګنډاپور نن (د جون پر ۱۲مه) مشال راډیو ته د دې خبرې پخلي کولو سره وویل چې راتلونکې اوونۍ به یو وار بیا د دې قضیې اورېدنه کېږي.

صلاح الدين ګنډاپور اېډووکېټ وویل:" د سيند های کورټ د جون پر لومړۍ نېټه د علي وزير د ضمانت پر درخواست محفوظه کړې فیصله اورولې او د هغه ضمانت يې رد کړی و."

سيند های کورټ د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر پینځمه د علي وزیر د ضمانت پر درخواست فیصله محفوظه کړې وه.

د نوموړي بل وکيل قادر خان اېډووکېټ مشال راډېو ته وويل چې په دغه ليکلې پريکړه کې سيند های کورټ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت ته امر کړی چې د علي وزير او د هغه د نورو ملګرو په قضيه کې دې په شپږو مياشتو کې دننه پرېکړه وکړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پروسږ کال (۲۰۲۰ز) د ډېسېمبر پر شپږمه، د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې جلسه کړې وه چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړی و.

هغې غونډې ته د علي وزير ترڅنګ منظور پښتين، محسن داوړ او نورو هم ويناوې کړې وي او تر هغې یوه ورځ وروسته، د ډېسېمبر پر اوومه پولیسو د هغوی پر ضد مقدمه درج کړې وه.

په قضيه کې پوليسو پر علي وزیر او د هغه پر ملګرو په جلسه کې د ریاست ضد وینا کولو تور پورې کړی خو د هغوی وکيل قادر خان دا تور ردوي او وايي چې هېچا د ریاست پر ضد وینا نه وه کړې.

کراچۍ احتجاج: د علي وزیر په ګډون د پي ټي اېم ګرفتار کسان دې پرېښودل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې ونیوه او بیا یې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره.

تر هغې وروسته په کراچۍ کې د پي ټي اېم نور کسان نیول شوي ول چې د کراچۍ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په ضمانت خوشې کړي او يوازې علي وزير له شاوخوا شپږ مياشتو راهیسې د کراچۍ په زندان کې دی.

XS
SM
MD
LG