د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت په قبایلو کې اقتصادي او صنعتي مرکزونه جوړوي


شنونکي وايي د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره د کاروباري ټیکسونو نظام اړین دی
شنونکي وايي د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره د کاروباري ټیکسونو نظام اړین دی

پراګ - د خیبر پښتونخوا حکومت فیصله کړې ده چې په قبایلي سیمو کې به صنعتي او اقتصادي مرکزونه پرانیزي.

اعلا وزیر محمود خان د ډېسېمبر پر ۲۹مه په پېښور کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د حکومت له اقداماتو سره به د چین – پاکستان اقتصادي لار د پروژو ګټې هم په صوبه ورګډو شویو قبایلو ته ورسوي.

د پاکستان پارلېمان، پخواني ولسمشر ممنون حسین او د خیبر پښتونخوا پخوانۍ صوبايي اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په پای کې هغه اییني ترمیم منظور کړ چې ورسره د وفاق تر واک لاندې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.

په زباني خبرو او په بیان باندې دا څیزونه کېږي نه.
زاهد خان شینواری

د پښتونخوا د قانوني چارو وزیر سلطان محمد خان د ډېسېمبر ۲۹مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، حکومت د قبایلو پرمختیا ته ژمن دی:

"قبایلي سیمې ډ‌ېرې ځپل شوي او موږ غواړو چې د صوبې له نورو ضلعو سره سم ترقي وکړي. تر انضمام وروسته موږ جامع پلان لرو چې پکې هر ډول اصلاحات شامل دي او اقتصادي پرمختیا تر ټولو مهمه نکته ده نو ځکه موږ غواړو چې د [چین – پاکستان اقتصاد لار پروژو] ګټې قبایلي ضلعو ته هم ورسوو."

د خیبر پښتونخوا سوداګران البته د صوبايي حکومت پر دې اعلان انتقاد کوي.

د صوبې د سوداګرۍ او صنعتونو خونې پخوانی مشر زاهد خان وايي، اصلاً حکومت ته په کار دي چې قبایلي ضلعو ته اقتصادي مراعات ورکړي.

د ده په خبره، د مراعاتو تر ورکولو وروسته په قبایلو کې اقتصادي پرمختیا شونې ده.

شینواری وايي، په قبایلو کې د کاروباري مالیو یا ټیکسونو نظام هم په سم ډول عملي نه دی:

"تر څو پورې چې هغه د ټیکسونو [نظام] صحیح او عملي طور باندې نافذ نشي، نو په زباني خبرو او په بیان باندې دا څیزونه کېږي نه او نه د دې علاقې اقتصادي پرمختګ کېدای شي."

شینواری وايي، د پاکستان د ټیکسونو اوسنی نظام تر قبایلو نه دی غځېدلی نو ځکه هلته "چینايي خو پرېږده" د هېواد کاروباریان هم پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

خو د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر ویاند اجمل وزیر د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي او صوبايي حکومتونه غواړي چې ژر په قبایلو کې د پاکستان له ایین سره سم قوانین عملي کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG