د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا: د جون له اوومې د پولیو واکسینو بهیر پیلېږي


د چارواکو په خبره، دا مهم به په پېښور او خیبر ضلعو کې اووه ورځې او په نورو کې درې ورځې روان وي.
د چارواکو په خبره، دا مهم به په پېښور او خیبر ضلعو کې اووه ورځې او په نورو کې درې ورځې روان وي.

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي، د جون له اوومې په صوبه کې د پولیو وایرس ضد مهم پیلوي چې پکې به ۶۲ لکه ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.

د چارواکو په خبره، دا مهم به په پېښور او خیبر ضلعو کې اووه ورځې او په نورو کې درې ورځې دوام کوي.

د صوبې د صحت محکمې مشر یا ډایریکټر جنرل ډاکټر نیاز محمد د جون پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، د کورونا وایرس له وجې په دې ورستیو کې د پولیو بهیر ټکنی شوی دی. نوموړی وايي، د پولیو وایرس خلاف دا مهم به د جون له اوومې په ټوله صوبه کې پیلېږي.

ده زیاته کړه: "دا مهال په صوبه کې زموږ زیات پام کوېډ -۱۹ وایرس ته دی یانې واکسین، وینټیلېټرې، اکسیجن او دغسې نور. او بل زموږ هدف دا دی چې هره ورځ د کورونا وایرس ضد یو لاک واکسین ورکړو نو زیات پام مو دا مهال وبا ته دی خو له دوشنبې ورځې به د پولیو خلاف هم مهم پیل شي."

بلخوا د صحت محکمې څخه مشال راډیو ته په ترلاسه شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جون له اوومې څخه د پولیو وایرس خلاف په پيلېدونکي مهم کې به ۳۰ زره ۱۸۴ ډلې برخه اخلي او د امنیت لپاره به یې ۴۰ زره امنیتي ساتونکي موجود وي.

په خبرپاڼه کې د صحت سیکرټر ډاکټر کاظم نیاز په حواله لیکل شوي چې سږ کال (۲۰۲۱ز) په خیبرپښتونخوا کې د ګوزڼ وایرس یو کیس هم نه دی ثبت شوی او له واکسینو د انکاري پلرونو شمېره هم کمه شوې ده.

خو بیا د پولیو ضد د پروګرام یو پخواني چارواکي ډاکټر ندیم جان د جون پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې د کورونا وایرس وبا پر مهال د پولیو ضد مهمونو په سمه توګه نه کېدو ترڅنګ دا څارنه هم نه ده شوې چې ایا په کومه سیمه کې ګوزن ماشومان وهلي او کنه؟ نو ځکه د پولیو وایرس کیسونه مخې ته نه دي راغلي. نوموړي دا ادعاوې هم ناسمې وبللې چې ګواکې له پولیو واکسینو د انکاري پلرونو شمېره کمه شوې ده.

ده وویل:"د کورونا وایرس وبا پر مهال څارنه هم اغیزمنه شوې ده. دوی (د روغتیا کارکونکي) به مخکې د پولیو وایرس وهلو ماشومانو د معلوماتو لپاره ګرځیدل خو د وبا له وجې دغه کار هم ونشو. په پاکستان کې چې د پولیو کیسونه کم شي نو چارواکي وايي، بریا مو ترلاسه کړه خو داسې نه ده. اوس هم د پولیو واکسین نه انکار کوونکي شته، اوس هم خنډونه موجود دي او د پولیو مخنیوي پروګرام اداره کې د مشرتابه په برخه کې هم مشکلات شته. پوښتنه دا ده چې مهمونه زیات وو نو د پولیو کیسونه هم زیات وو او چې مهمونه کم شول نو کیسونه هم کم شول. په دې خبره مو دې پوهه کړي."

ډاکټر ندیم جان زیاته کړه چې له پاکستانه به پولیو وایرس هغه مهال په مکمله توګه ختمېږي چې د پولیو مهمونه په دوامداره توګه وشي او له افغانستانه هم دا وایرس په مکمله توګه ختم شي.

د پولیو اغیزمنه شویو کسانو د حقونو مبارز شهاب الدین بیا مشال راډیو ته وویل چې باید حکومت له کورونا وایرس وبا ترڅنګ پولیو هم جدي واخلي او تر احتیاطي تدابیرو لاندې د پولیو خلاف دوامداره مهمونه وکړي.

ده وویل: " ماته په ۱۹۹۰ز کال کې پولیو وایرس شوی و، ډېر علاجونه مې هم وکړل، مالي تاوان هم وشو، وکړېدو خو په نړی کې هېڅ ځای کې مې درملنه ونشوه. د خلکو په زهنونو کې دا ګنګوسي دي چې د پولیو واکسینو سره ماشومان نه کېږي خو داسې نه ده، د پولیو واکسین مفید دي ځکه خو په تېرو کلونو کې د پولیو کیسونه کم شول. کله چې یو ریاست په یو کار خرچه کوي نو هغه د یوې مسلې نه ځان بچ ساتي ځکه داسې کوي."

په پاکستان کې د پولیو وایرس د ختمولو ادارې "اینډ پولیو" پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۱ز کال کې د هېواد یوازې په بلوچستان کې د پولیو یو کیس ثبت شوی دی.

د ویبپاڼې ترمخه، په ۲۰۲۰ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټول ۸۴ کیسونه ثبت شوي وو چې پکې په بلوچستان کې ۲۶، په خیبر پښتونخوا او سیند صوبو کې ۲۲، ۲۲ او پنجاب کې ۱۴ کیسونه مخې ته راغلي وو.

XS
SM
MD
LG