د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان لا هم له پولیو سره لاس او ګرېوان دي


PAKISTAN-HEALTH-POLIO
PAKISTAN-HEALTH-POLIO

د اکتوبر ۲۴مه، د پوليو يا ګوزڼ ناورغۍ مخنيوي نړيواله ورځ لمانځل کېږي. سږ کال د دې ورځې شعار "يوه ورځ، يو کار- د پوليو له منځه وړل" دی.


په نړۍ کې يوازې پاکستان او افغانستان هغه هیوادونو دي چې اوس هم پکې د پولیو ناروغي موجوده ده.

پنجاب حکومت د اکتوبر پر ۲۶مه د پوليو ضد شپږ ورځنی کمپاين پيلوي. د پاکستان سرکاري راډيو ترمخه په دې مهم کې به له پنځو کلونو کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په پاکستان کې د پولیو مخنیوي ادارې شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۹ م کې په دغه هیواد کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ وهلي وو خو د روان کال د اکتوبر تر ۲۳مې دغه شمېر ۷۹ دی.

بلخوا په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د ملي پروګرام د عامه پوهاوي مشر میرجان راسخ مشال راډیو ته تایید کړه چې په هغه هیواد کې د ګوزڼ مثبتې پېښې زیاتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG