د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دلیپ کمار او راج کپور کورونه پښتونخوا حکومت واخیستل


له ښي لوري راج کپور، دېو انند او دلیپ کمار. انځور- ارشیف
له ښي لوري راج کپور، دېو انند او دلیپ کمار. انځور- ارشیف

خیبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې د هندۍ سنیما د دوو وتلیو ستورو دلیپ کمار او راج کپور د کورونو قبضه اخیستې ده.

د لرغونیو اثارو د محکمې صوبایي ډایرېکټر عبدالصمد خان د انګریزۍ ورځپاڼې ډان د جون پر لومړۍ نېټه ویلي، محکمې یې د دواړو ودانیو قبضه اخیستې او مالکانه حقونه یې صوبایي حکومت ته انتقال شوي دي او اوس به یې میوزیم ګرځوي.

د دلیپ کمار وراره او د خیبر پښتونخوا چیمبر آف کامرس پخوانې صدر فواد اسحاق مشال راډیو ته وویل، دی ډېر خوشاله دی او خپله دلیپ کمار هم پر دې خبر خوښې ښودلې وه چې حکومت یې کور اخلي او میوزیم ترې جووږي.

فواد اسحاق زیاتوي چې په ۱۹۸۸ز کال کې دلیپ کمار پېښور ته ورغلې وو، نو ده ته یې د کور اختیار ورکړی وو چې دا دې سرکار ته حواله کړل شي، خو بیا پکې ځینې قانوني مسلې وې او هغه هم په خیر سره هوارې شوې.

د هندۍ سنیما ستوری دلیپ کمار چې خپل نوم یې یوسف خان دی، په ۱۹۲۲ز کال د پېښور په خداداد محله قیصه خوانۍ زوکړی وو او تر ۱۹۳۰مو کلونو په پېښور کې وو.

“د دلیپ کمار کور دې یو تاریخي میراث وګرځول شي”
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00

نوموړی وروسته د خپلې کورنۍ له ځینو نورو غړیو سره د هند ممبۍ ښار ته ولاړ خو قابو ۵۸ کاله پس (۱۹۸۸ز کال) تش یو ځل د خپل کور لیدلو لپاره پېښور ته ورغلی وو.

د کلچرل او هیریټیج خیبر پښتونخوا سیکرېټري شکیل وحیدالله خان مشال ریډیو ته وویل، د صوبایي حکومت لخوا د دواړو ستوریو هغه کورونه چې دوی پکې زیږېدلي وو، په خپله ولکه کی اخیستل، ډېر غوره ګام دی.

دې وایي، د هندۍ سنیما نور ستوري لکه امجد خان، شاه رخ خان او نورو کورونه نن سبا په خپل حالت کې نه دي پاتې شوي، پر ځینو نوی کورونه جوړ شوي دي، پر ځینو باندې مارکیټونه جوړ شوي، خو د دلیپ کمار او راج کپور کورونه په خپل حالت کې تر دې پاتې شوي دي، نو ځکه ورباندې کار وشو او حکومت اخیر هم واخیستل او سرکار ته یې انتقال کړل.

پېښور: "د راج کپور کور دې وژغورل شي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:18 0:00

راج کپور هم په ۱۹۲۴ز کال د پېښور په ډکۍ دالګره کې پیدا شوی وو، وروستو چې پاکستان جوړ شو، نو دی هم له خپلې کورنۍ سره هند ته کډه شو.

د ډان ورځپاڼي د خبر تر مخه د راج کپور کور شپږ مرلې او د دلیپ کمار کور څلور مرلې دی. د راج کپور کور یې په یولس نیم میلیونه روپیو او د دلیپ کمار کور یې په ۷.۲ میلیونه روپیو اخیستی دی.

د پېښور یو خبریال شیر عالم شینواري مشال راډیو ته وویل، دواړه کورونه قامي ورثه ګرځول ډېر ضروري وو، ځکه چې له دې سره به نوی کهول له خپلو هنرمندانو نه خبر شي.

شینواري زیاته کړه چې هر کله چې دلته میوزیم (عجایب ګر) جوړ شي، نو یوګایډ (ښوونکې) به هم موجود وي، او هغه به خلکو ته وایي، چې دلیپ کمار څوک وو؟ نو له دې سره به نوي ځوانان ډېره خبرتیا ولري او دلیپ کمار به خپله اثاثه ګڼي.

XS
SM
MD
LG