د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د راج کپور او دلیپ کمار کورونو اخېستو لپاره پیسې بیلې کړې


د ارشیف انځور له ښي لوري راج کپور، دېو انند او دلیپ کمار
د ارشیف انځور له ښي لوري راج کپور، دېو انند او دلیپ کمار

د خیبر پښتونخوا حکومت پېښور کې د بالیووډ د دوو وتلو ستورو د کورونو د اخېستو لپاره ضلعي انتظامیې ته پیسې ورکړي.

دا دوه کورونه د دلیپ کمار او راج کپور دي چې بیه یې دوه کروړه او څه باندې درې مېلیونه ټاکل شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د لرغونو اثارو د ادارې مشر عبدالصمد خان د مې پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، حکومت د پېښور ضلعي انتظامیې ته پیسې ورکړي چې د کورونو له اوسنیو مالکانو یادې حویلۍ واخلي او موزیم ترې جوړ کړي.

نوموړی وايي، د راج کپور حویلۍ شپږ مرلې ده چې د بیې تخمینه یې یو کروړ او ۵۵ لاکه روپۍ لګول شوې او د دلیپ کمار حویلۍ څلور مرلې ده چې بیه به یې د اندازې له مخې شاوخوا ۸۰ لاکه روپۍ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د راج کپور او دلیپ کمار د حویلیو اوسنیو مالکانو په یاد نرخ د دغو کورونو د خرڅولو نه انکار کړی دی. هغوی وايي حکومت ورته ارزانه نرخ ټاکلی، حال دا چې په هغه سیمه کې چې دا کورونه موقعیت لري، ځمکه ډېر ارزښت او ګرانه بیه لري.

په پېښور کې د دلیپ کمار د زوکړې ورځ لمانځل شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:24 0:00

خو د پېښور د لرغونو اثارو د ادارې مشر عبدالصمد وايي، د حوېلیو بیه هغوی نه بلکې د پېښور ډېپټي کمېشنر ټاکلې، البته د حوېلیو مالکان کولی شي، خپل اعتراضات عدالت ته وړاندې کړي.

د پېښور یو ځايي سوداګر فواد اسحاق چې ځان د دلیپ کمار وراره ښايي، مشال راديو ته یې وویل، د دغو حوېلیو په اړه که څه هم حکومتي پرېکړې زیات وخت ونیوو خو هغوی ترې بیا هم مننه کوي چې د یادو کورونو د اخېستو پرېکړه یې کړې ده.

د راج کپور حویلۍ د پېښور په ډکي منور شاه او د دلیپ کمار حویلۍ د پېښور په خدا داد مالت کې موقعیت لري.

XS
SM
MD
LG