د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په قبایلي ضلعو کې پرمختیايي کارونه کوي


پراګ ـ د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، د قبایلي ضلعو پشمول په ټوله صوبه کې به د ۲۴ اربو روپو په لګښت ۴۲ پرمختیايي منصوبې ترسره کوي.

په دې لړ کې د اپریل په اوومه، جاري کړې خبرپاڼه کې صوبايي حکومت ویلي، په دې کې به د تعلیم، صحت، د څښلو د پاکو اوبو، بلدیاتي حکومتونو، سړکونو او پولونو جوړولو او عدالتي نظام تر څنګ په یو شمېر نورو برخو کې پر مختیايي کارونه کوي.

د خېبر پښتونخوا د وزیراعلا ویاند اجمل وزیر د اپریل په شپږمه په دې هکله مشال رېډیو ته وویل چې د قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره به لا نورې منصوبې هم اعلانوي:

"قبایلي سیمو ته به وړاندې خوا و شا ۲۴ اربه روپۍ د پرمختیايي کارونو لپاره ورکول کېدې چې په دې ورستیو کې د ځنډ ښکار شوې وې خو اوس ورته مونږ هغه جاري کړې. د تعلیم او صحت په برخه کې مو یو شمېر منصوبې شروع کړي چې پکې د صحت کارډ د یادونې وړ دی. دغه کارډ د خېبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې یواځې مستحقو کورنیو ته ورکول کېږي خو په قبایلي ضلعو کې به یې هرې کورنۍ ته ورکوو. نور یو شمېر ځانګړې منصوبې هم په پام کې لرو چې په ترڅ کې به یې د قبایلي ولس ژوند وده وکړي."

اجمل وزیر زیاته کړه چې د قبایلي ضلعو د اصلاحاتو د قانون ترمخه به په قامي مالیاتي ایوارډ کې دې سېمو ته د لسو کلونو لپاره هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ ورکول کېږي او تمه ده چې دغه پېسې ډیرې زر صوبايي حکومت ته ورکړل شي.

دا چې د قبایلي ضلعو په پرمختیايي کارونو کې کومو برخو ته ډیره ترجیح ورکول پکار دي؟ په دې پوښتنه د یادو سیمو د پرمختګ لپاره کارکونکې یوې غیر سرکاري ادارې مشر نظام داوړ وايي:

"په قبایلي سېمو کې تر هر څه ډیره اړتیا امن ته ده، پکار ده چې په دې لړ کې ځانګړي اقدامات وشي. بیا په دې سېمو کې د صحت او تعلیم نظام ډیر زیات متاثره شوی، پکار ده چې د دغو بحالۍ ته توجو وکړل شي. او له دې وروسته بیا د کارونو او روزګارونو لپاره هم ګامونه پورته کول پکار دي. خو که یواځې د منصوبو اعلانونه وي نو دا خو مخکې هم شوي او عمل پرې ډیر کم شوی دی نو دا وار به هم مونږ عملي کار ته ګورو."

بلخوا خبریال شمس مومند وايي، خلک تمه کوي چې په خېبر پښتونخوا کې د شاملیدلو نه پس به په قبایلي سېمو کې عملي کارونه وشي:

"زما په خیال د پرمختیايي منصوبو په اړه د مخکېنیو او اوسنیو اعلانونو فرق دا دی چې پخوانۍ فاټا کې هیڅ قسم د څار نظام نه وو او ځکه به درغلۍ ډیرې وې. خو اوس تمه کېږي چې د پرمختیايي منصوبو عملي کولو لپاره به سنجیده ګامونه پورته کړل شي. قبایلي ضلعې د پاکستان له جوړیدو راهیسې شاته پاتې شوي دي نو د دې په پرمختګ به وخت لګي خو پکار ده چې حکومت ورته جامع پلان جوړ کړي."

څیړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې د قبایلي ضلعو د شاملولو په وخت وفاقي حکومت ژمنه کړې چې د دې سېمو د اصلاحاتو لپاره به په راتلونکیو لسو کلونو کې زر اربه روپۍ لګوي، پکار ده چې د دې لپاره لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله منصوبه بندي وکړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG