د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمو کې د روغتيا په څانګه کې اسانتیاوې برابروو: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.

پراګ - د وزیر اعظم په حیث قبایلي سیمو ته په خپل لومړي سفر کې عمران خان ویلي چې قبایلي سیمو کې د انټرنېټ پر اسانتیاو سربېره به د صحت انصاف کارډ لاندې د روغتیا اسانتیاوې ورکوي.

د مارچ پر ۱۵مه د باجوړ په خار کې ولسي غونډې ته په وینا کې وزیر اعظم زیاته کړه قبایلي سیمې به د پرمختیا په لور وړي او ځوانانو ته به د روزګار ورکولو لپاره ګامونه پورته کوي.

"یوه پریکړه شوې وه چې له قامي مالیاتي کمېشنه به ټولې صوبې درې فیصده برخه قبایلي سیمو ته ورکوي. د پنجاب او خیبر پښتونخوا په اړه زه ویلي شم ځکه چې دغلته زموږ حکومت دی خو سیند او بلوچستان ته ویل غواړم چې تاسو له دا درې فیصده پنګې ځکه ورکول پکار دي چې قبایلي ولس د هېواد لپاره قربانۍ ورکړي دي."

په باجوړ کې ځېنو سیاسي او ولسي مشرانو د وزیر اعظم په اعلانونو د خپلې مایوسۍ څرګندونه کړې او ویلي يې دي چې وزیر اعظم دې تشو اعلانانو پر ځای د خلکو د بنیادي ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

په دغه اړه د پاکستان پیپلز ګوند یو مرکزي مشر او له باجوړه د قامي اسمبلۍ پخوانې غړی اخونزاده چټان وایي:

"دلته ډېره بېروزګاري ده. وزیر اعظم پخپله وویل چې له هند سره تجارت کول غواړي خو له افغانستان سره زموږ قانوني تجارت نه کېږي. دا زموږ تمه وه چې وزیراعظم به له افغانستان سره تجارتي لارې پرانېزي، هغه هم ونشو. بل زموږ یو میډیکل کالج و چې منظوري يې شوې ده خو لا تر اوسه پرانيستل شوی نه دی. وزیراعظم موږ ته یوازې د صبر تلقین وکړ."

وزیر اعظم عمران خان د مومندو په مرکز غلنۍ کې قبایلي مشرانو ته په وینا کې وویل چې د مومندو ډېم به جوړوي او په سیمه کې به د سېلګرۍ د ودې لپاره هلې ځلې کوي.

پر دغه مهال د امنیتي ځواکونو د بدې رویې او په غونډه کې د شرکت د اجازې نه ترلاسه کېدو پرضد د ځايي خبریالانو اتحادیې احتجاج هم وکړ.

په دغه اړه د مومندو یونین اف جرنلسټس مشر ګل محمد مومند مشال راډیو ته وویل چې ځايي خبریالان د وزیر اعظم لپاره جوړو شویو غونډو ته نه وو بلل شوي او ځینې امنیتي سرتېرو له خبریالانو سره بده رویه وساتله نو د دې خلاف يې احتجاج وکړ.

په غلنۍ کې له چارواکیو سره په یوه غونډه کې وزیر اعظم د قبایلي سیمو لپاره د پنګو د ویش په یقیني کولو زور ورکړ.

په دغه غونډه کې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو د یو ځای کیدو وروسته د اصلاحاتو عملي کولو ته کتنه هم وشوه.

په دې غونډه کې د وزیر اعلا او ځېنو وفاقي وزیرانو په ګډون د پښتونخوا ګورنر او کور کمانډر هم برخه واخیسته.

XS
SM
MD
LG