د لاسرسي ځای

تازه خبر

روغتیا نړیوالې ادارې د چینايي واکسین'ساینو ویک' منظوري ورکړه


ډبلیو ایچ او وویل چې په کم شمېر عمر رسیده خلکو یې څېړنه کړی نو اندازه نه شي کولای چې د ۶۰ کالو زیات عمر لروونکیو لپاره دغه واکیسن څومره موثره دي.
ډبلیو ایچ او وویل چې په کم شمېر عمر رسیده خلکو یې څېړنه کړی نو اندازه نه شي کولای چې د ۶۰ کالو زیات عمر لروونکیو لپاره دغه واکیسن څومره موثره دي.

روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو ایچ او) د ساینو ویک واکسینو د استعمال خصوصي منظوري ورکړې ده. د کووېډ -۱۹ دا واکسین چینايي کمپني جوړوي.

سازمان د جون پر لومړۍ نېټه په بیان کې وویل چې د واکسینو دوه خوراکه چې چا ته ورکړل شوي نیمايي خلک یې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له علاماتو بچ شوي دي.

ډبلیو ایچ او وویل چې د پاخه عمر پر لږو خلکو یې څېړنه کړې نو اندازه نه شي لګولای چې تر ۶۰ کلنۍ زیات عمر لروونکیو لپاره به دغه واکیسن څومره موثره وي.

سازمان وویل چې دوی د واکیسنو د استعمال لپاره د زیات عمر د حد وړاندېز نه کوي.


ادارې زیاته کړه چې په نورو هېوادونو کې د ساینو ویک د استعمال په اړه ټول شوي معلومات ښيي چې دغه واکسین ممکنه ده د پاخه عمر خلک خوندي وساتي.

د ډبلیو ایچ او لخوا د واکسینو د استعمال منظوري پس به دا د کوویکس برخه وګرځي.

کوویکس غربیو ملکونو ته په منصفانه ډول د واکسینو د رسولو یقیني کولو لپاره د ملګرو ملتونو په ملاتړ پیل شوی یو نوښت دی.

تر دې مخکې ډبلیو ایچ او د یو بل چینايي واکیسنو ساینو فارم د استعمال منظوري ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG