د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې پروسږکال د ساه او زړه ناروغۍ څخه نېږدې ۵۰۰۰ کسان مړه شوي


د وزارت په خبره، د دې ناروغیو وجه د هوا ککړتیا ښکاري.
د وزارت په خبره، د دې ناروغیو وجه د هوا ککړتیا ښکاري.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، پروسږکال په دې هېواد کې د ساه او زړه ناروغیو له کبله نېږدې ۵۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د وزارت په خبره، د دې ناروغیو وجه د هوا ککړتیا ښکاري.

ډي پي اې خبري اژانس خبر ورکړی چې د وزارت له معلوماتو سره سم، په دې کې لس فيصده په کابل کې مړه شوي دي.

د وزیر اکبر خان روغتون مشر ډاکټر عبدالله احمدي ډي پي اې ته ویلي چې هره ورځ په اوسط ډول ۲۰ د ساه ناروغان روغتون ته ورځي.

نوموړي زیاته کړه، دامسلې زیاتره د هوا ککړتیا له وجې دي.

د ماحولیاتو د خوندیتوب ملي ادارې یو چارواکي ویلي، د هوا ککړتیا زیاتېدو مهم وجوهات په یخنۍ کې د سکرو زیات استعمال، پخواني ګاړي او ناسم سړکونه دي.

دا مسلې د بجلۍ کمیښت، د پیټرولو لوړ قیمتونه او د غیر معیاري تیلو له وجې هم دي.

د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو ایچ او وايي، د هوا ککړتیا یوه نړیواله مسله ده او له اټکل سره سم، هرکال ترې په نړۍ کې اووه میلیونه کسان مړه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG