د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا ناروغ استعمال کړی سامان هم کورونا خپرولای شي: ډاکټران


اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستان په لویو ښارونو کې داسې توکي تر استعمال وروسته په سمه توګه ضایع کېږي او که نه؟
اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستان په لویو ښارونو کې داسې توکي تر استعمال وروسته په سمه توګه ضایع کېږي او که نه؟

د صحت نړیواله اداره – ډبلیو ایچ او – وايي کورونا وایرس په دې ناروغي د اخته کسانو یا د هغوي د علاج کوونکو له خوا پر کارول شوي سامان له یوه تر دوو شواروزه پاته کېدای شي.

یادې ادارې ویلي چې په دې سامانونو کې په ځانګړې توګه پلاسټک ، رختونه او د سټیلو توکي شامل دي.

یاده اداره وايي چې دا توکي په ځانګړو ځایونو کې ساتل او په سمدستي توګه وينځل یا سوځول ضروري وي.

اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستان په لویو ښارونو کې داسې توکي تر استعمال وروسته په سمه توګه ضایع کېږي او که نه؟

د پېښور د صفايي د ادارې - ډبليو ايس ايس پي - ویاند حسن علي وايي چې د ښار لوی روغتونونه د کورونا د فضلې د ضايعه کولو لپاره خپل خپل پروګرام لري.

خو د ده په وینا، د قرنطين مرکزونو او کومو سیمو کې چې د کورونا د ناروغانو شناخت وشي د هغو ځایونو نه د دې فضلې صفايي د دوی ذمه واري ده.

ده وویل، "د کورونا وبا په پیل کې صوبايي حکومت او ضلعي انتظاميې سره په ګډه د پېښور د اوبو او صفايي ادارې یو جامع پلان برابر کړی وو، د هغه پلان له مخې ډبليو ايس ايس پي ته څه ذمه وارۍ حواله شوې، په هغه کې تر ټولو مهمه ذمه واري د قرنطين مرکزونو او د انفرادي کسانو د کورونو نه د کورونا فضله ضایع کول وو."

حسن علي وویل چې دوی دا کار د کورونا وبا د لومړۍ څپې پر مهال هم کاوی او اوس یې د دویمې څپې پر مهال هم ورته پلان جوړوي.

د خيبر پښتونخوا د صحت د محکمې ډايريکټر جنرل ډاکټر ارشد احمد وايي چې په دې اړه له دوی سره څه تګلاره نشته.

خو نوموړي پر ولس غږ وګړ چې د کورونا ناروغۍ نه د حفاظت لپاره حکومت ته سترګې نه نیسي.

ده وویل، "دا وخت د کورونا په حواله سرګرداني‌ ډېره عامه ده، نو زما په اند موږ ټول ډير زیات د افراتفرۍ ښکار يو، دا مهال د پاکستاني ولس خوش قسمتي ده چې په مجموعي توګه زموږ قوت مدافعت مظبوط دی نو ځکه ولس بچ دی ګني که په ایماندارۍ موږ وګورو نو ماته داسې څه نه ښکاري چې د کورونا ناروغۍ نه د حفاظت لپاره موږ په دیانتدارۍ څه هڅې کړې دي."

ده وویل، د سهولتونو تر حده مرستې کوي خو د ده په وینا، که کوم غریب کس له کورونا پاتې دی نو دا به د هغه ذاتي هڅه وي.

ډاکټر ارشد احمد وویل چې د کورونا په اړه د روغتونونو معیار چې څنګه پکار وو هغسې نه دی.

د ډاکټر ارشد په خبره تر دا مهال د ادارو تر منځه په دې لړ کې څه همغږي نشته چې د کورونا دانفرادي ناروغانو استعمال شوي شیان به څنګه ضایع کول وي.

د ليډی ريډنګ روغتون مرستیال پروفيسر ډاکټر محمد اصغر مشال راډیو ته وویل، کوم سامان چې د کورونا ناروغ استعمال کړي دا له وایرسونو اوجراثيمو ډک وي.

ده وویل، "له دې عامو کسانو ته دا ناروغي لګيداۍ شي، په روغتونونو کې د دې د ضایعه کولو انتظام شته خو په کورونو کې دا شیان په بليچ کميکل وينځل ضروري وي یا د کلورين کميکل کارول هم د دې شیانو پاکولو کې کار کولای شي خو که په عام صابون ومینځل شي هم نو دا وايرس مړ کيدای شي."

د صحت نړيوالې ادارې له لارښوونو سره سم هم د کورونا ناروغانو لخوا استمعال شوي توکي لکه تولیه ، د کټ څادرونه ، بالښتونه او داسې نور هر څه چې د کورونا ناروغ استعمال کړي‌ وي‌ ، د روغ انسان لپاره هم د کورونا ناروغۍ سبب کېدای شي.

XS
SM
MD
LG