د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا خطرناک پړاو بیا راپورته کېدای شي: روغتیا نړیواله اداره


د روغتیا نړیواله ادارې مشرانو غونډه
د روغتیا نړیواله ادارې مشرانو غونډه

د روغتیا نړیواله اداره خبردارې ورکوي چې د کورونا وایرس وبا په یو نوي او خطرناک پړاو کې د داخلېدو په حال کې ده چې خلک د ټولبند له تدابیرو ستړی شوي او اقتصاد ته یې زیانونه رسېدلي دي.

د ډبلیو ایچ او مشر تېدروس ایدهانوم ګېبریسس وویل چې دغه وبا د زیاتېدو په حال کې ده چې د جون پر ۱۸مه تر یو نیم لک زیات نوي کېسونه رپورټ شول.

دا په یوه ورځ کې تر اوسه د کېسونو تر ټولو لوړ شمېر دی.

په نویو کېسونو کې نیمايي هغه یې په امریکا کې رپورټ شول.

د دې ترڅنګ په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې هم زیات شمېر کېسونه مخې ته راغلل.

تیدروس د انټرنیټ له لارې په یوه خبري غونډه کې وویل چې خلک په کورونو کې له پاتې کېدو تنګ راغلي دي خو وایرس اوس هم په تیزۍ سره خپرېږي.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون له شمېر سره سم کورونا وایرس تر اوسه په نړۍ کې تر څلور لکه اووه پنځوس زره کسان مړه کړي دي او تر ۸.۵ میلیون کسان یې اغیزمن کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG